ژباړن: استاذ رفیع الله نبیل

ډېر پخوا لاریون عرب مشران له واکه ګوښه کړل. ایران هم د لارو او کوڅو له لاریونوالو سره د دوه کلنو نه ډېره جګړه  وکړه.  پدې و توانیده چې تر خپلي ولکی لاندې یې را ولي، ددوی غوښتني چې په دولت کې دې ډېر استازي ولري او یا د رژیم چورلټ بدلیدل په کلکه رد او آن کله خو یې د هغوي په وړاندي له ځواکه هم کار اخسته  د ایران د زرغون اوښتون مخالف خوځښت  د ځان په ګټه  پیل کړې و، د یو کال نه په ډېره موده کې یې څو درانه لاریونونه پیل کړې وو .

سعودی عربستان خپل شیعه وګړي له نږدی څاري، هغه چې د تیلو بډایه  جنوبی ولایت کې میشت دي او  په نیغه یې د بحرین د اوبو سره نښلوي. سره لدې چې وړه خو پیاوړې او فعاله ټولنه، د عربانو د را پاریدلو سره سره  سعودي عربستان د پراخه لاریونونو مخه ونیوله ، لامل یې په  مشرتابه د باور، ده هغه  شهرت او سولي لپاره د پاچا هڅي دي. اګر که په جنوبي ولایت کې په کمه کچه لاریونونه او  د امنیت کسانو سره لاس او  ګریوان کېدل و.

سیمه ییزې ستونزې  په داسې وخت کې را پورته شوي چې سعودی عربستان په کور دننه څو ستونزي لري. پاچا عبد الله، ویل کیږي د 86کالو دي، د ملا د درد له امله  په داسې وخت په نیویارک کې په روغتون ور ننوت  چې کله عربی نړي کې لاریونونو سر را پورته کړل. دعبدالعزیز زوی سلطان  دعمر له پلوه له پاچا سره ډېر توپیر نه لري ، سر له اوسه دومره کمزوري  دې نه شي کولاي چې پاچا شي. نوبت د شهزاده نایف د عبدالعزیز زوي چې شاخوا د  76کالو دي.

د مارچ له  14مې سړې جګړي په سېمه کې زور اخستې . کويټ د ایران څو ډیپلوماټان  لدې امله وشړل  او دا ېې  رسوا کړه چې ددوي جاسوسی جال  د امریکا نظامی اساساتو ته د جدي ګواښ په لټه کې و. سعودی عربستان او ایران یو بل ته په مورچو کې سره ناست، په خلیج کې یو بل ته ګواښنه کوي.  سعودي  اوس تازه د  60بیلونو امریکایی ډالرو په قیمت د وسلو د پیریدولو خبري اتري له امریکا سره  کړې دي. ( د امریکا په تاریخ کې غټه سوداګري)، سعودیان وایې ددې کال په وروستیو کې به د نظامي ځواکونو او پولیسو کچه لوړه کړي.

سیمي ته د دفاع  د وزیر  رابرت ګیټس  له سفر وروسته  امریکا هم  ایران ته  د عرب پاچاهانو  په ځانګړي توګه  سعودی عربستان سره د اړیکو د  خرابولو په سر  ګوتڅنډه وکړه ،. له پاچا عبدالله سره له لیدنی لږ وروسته رابرټ ګیټس خبریالانو ته وویل  کره شواهد تر سترګو شوي چې ایران په بحرین کې لاس وهنه کوي. لدې وروسته امریکایې مقاماتو راپور ورکړ چې ایرانی مشران د داسې لارو په هڅو کې دی چې وکولاي شي د بحرین او یمن مخالفو ډلو ملاتړ وکړي. د امریکا استخباراتی سرچینو دغه  راپور ددوي( ایرانی مقاماتو) خپل منځي اړیکو په مټ چمتو کړي دي.

د سعودي رسمی مقامات وایې اګر که اوسمهال زمونږ او واشنګټن  اړېکې ترینګلې شوې دي ، خو موږ نه غواړو خپلي دودیزي امنیتي هوکړي ورسره پری کړو، چې له مخې یې موږ په نړیواله کچه د تیلو نرخونه ثابت ساتو او سپینه ماڼۍ به د حاکمي شاهۍ  کورنۍ ساتنه کوي. په سېمه کې د دیموکراسي د ملاتړ په هکله امریکا خپلي پښې له بړستني ویستي دي،  د دیموکراسۍ او اصلاحاتو په هکله یې د امریکا حیثیت او باور ته  زیان رسولي دي، خو د ریاض سره  د اړیکو په  ټینګولی کې یې مرسته کړي ده.

په خلیج کې د ترینګلیتا زیاتیدل

په منځني ختیځ کې د سنی – شیعه ویش او  د سعودي او ایران تر منځ د سړې جګړې یو څو ښکاره ټکو ته کتنه.

په بحرین کې د عسکرو ګمارل، سعودي مقامات وایې د هغه څه پیل و، چې له مخي یې په نیغه د ایران د هڅو  مخه ډبول دي. سعودي ځواکونه  د ګاونډيوپر ځمکه د تیلو د حساسو ځایونو ساتنه کوي، د بحرین حکومت د لاریون والو پر ضد چانیړز عملیات پیل  کړل، کله به عملیات په تاو تریخوالي واوښتل.

د هیواد د یواځني  بی پري ورځپاڼي مسؤل مدیر یې هم وتل ته اړ کړ. څه د پاسه   400 لاریون  وال  پرته له کوم توره  بندیان کړل، ډېرې یې د شپي له لوري د شیعه سیمو نیولي  وه. د بشر حقوقو د راپور پر بنسټ څلورو بندیانو  د توقیف  خانو کې ژوند له لاسه ورکړ، دری یې د فوټبال د لوبډلې  غړي و، ټول شیعه وه. له 1000 ډېر  لاریونوال څوک چې دندې ته نه وه تللي او په دولتي کمپنیو کې یې کار کاوه له دندو ګوښه کړل شول.

په شیعه کلیو کې لکه سار، چېرته چې ۱۴ کلن هلک د پولیسو په لاس ووژل شو او ۵۶کلن سړی د شپی له لوري تري تم شو ، خو ګهیځ مهال مړ وموندل شو، لاریونونو په پاشلي توګه دوام پیداکړ.خو په تجارتي سیمو کې چېرته چې سني مسلمانان واکمن دي لاریونونه پاي ته ورسیدل.

په یمن کې، سعودي عربستان د خلیج د همکارۍ د ټولني د چتر لاندي کار کوي، د خبرو اترو له لاري  د ولس مشر علي عبدالله صالح  د واک د لیږد واګې یی په خپل لاس کې اخستي دي. دوه سعودي رسمی مقامات وایې. د یوه څه وخت لپاره مونږ چپ وه، خو اوس ددې وخت را رسیدلي چې موږ باید دي پروسي ته ورننوځو.

 وال سټریټ جورنال نه په مننه