ژباړن: استاذ رفیع الله نبیل
سرچینه: وال سټرېټ جورنال
ډېر لرې اندونیزیا ، د نړۍ ګڼ میشته مسلمان هیواد کې سعودي ولیدل چې ایراني ملایانو خوځښت پیل کړی دی، او په پراخه کچه یې مذهبي پروګرامونه او پروژې پیل کړي دي .
د 1979ز کې د ایران اوښتون ( انقلاب) یوه ستره پېښه وه ، چې تر اوسه د دواړو قومونو په ارواوو کې غزونې کوي. شعیه مذهبو لېوالتیا او د پاړس تاریخي ځان غوښتني یې سره و اغګل او اوس د لویدیځ پر وړاندې احساسات پیاوړي کوي.
د ایران مذهبي رژیم هڅه وکړه اوښتون په ټول منځني ختیځ کې غزونې وکړي ؛ سعودي عربستان او ملګري یې په ویره کې شول چې ښایې په خپله هڅه کې بریالي شي. د سعودي جنوبي ولایت د پراخه لاریونو او حکومت ضد چلوټو شاهد و، ددې ولایت ډېری وګړي شیعه عرب دي. په بحرین کې هم غوڅ اکثریت شعیه ګان دي، ایران د 1970زکلونو په څیر د بحرین د ملکیت دعوه کوي .
په تونس کې د تیرې جنورۍ لاریونونو لدې سره هېڅ تړاو نه درلود. لاریونونه هله پیل شول کله چې یو پلورونکې لدي امله ځانته اور واچوه کله چې سیمه ییز پولیس لدې امله ورټه چې د ښاروالی اصول یې نه و رعایت کړي. د هغه محرومیت ډېري انګازي خپري کړي، د ولس مشر زین العابدین بن علي پروړاندي یې په تونس کې پراخه لاریونونه را وپارول. زین العابدین هله عربي نړۍ هکه پکه پریښوده، کله چې دي وتښتیده، ځکه چې پوځ یې د لاریونکونکو له ځپلو نه په شا شو.
په تونس کې تلویزونی انځورنو او یوټوب ټوله عربي نړۍ لاریونونو ته وهڅوله، د یوي اونۍ په ترڅ کې ملیونونه خلک د مصر لارو کوڅو ته را ووتل او حسنی مبارک ولاړ، او خپل پخواني ملګري امریکا ترې خپله لار جلا کړه . د اوباما حکومت دې دیموکراتیکو غوښتنو او حرکتونو ته ډیره وغوړېده او په لومړي سر کې ېې د ځینو نیوکو سربېره ېې په ښه نوم یاد کړل .
د ایران لوی مشر ایات الله علي خامني اوسني سیمه ییز لاریونونه د ایران د 1979ز د اوښتون سره پرتله کړل. په ریاض کې سعودي مقاماتو هر څه د اندیښني سره مشاهده کول. دوي د اوباما د ادارې د هغه خیانت له امله چې له حسنی مبارک سره یې وکړ، غوسه کړل ، سعودیان وایې ، اوباما له حسني مبارک د خپل اوږد مهال ملګري نه وغوښتل چې د لاریونکونکو غوښتني ومنه او له ګدۍ کوز شه.
مصري مشران یوه غښتلی مورچه ده. ریاض وایې، دا یواځني سني دیوال دې چې د ایران د نفوذ په مخ کې ولاړ دي. یوه برخه ددې دیوال وار له مخه په 2003ز کې ولویده کله چې امریکا عراق اشغال کړ او صدام حسین یې وپرزوه. د مبارک له لاسه ورکول پدې مانا دي چې سعودی اوس په سېمه کې ځان یوازي وروستي پیاوړي سني هیواد ګڼي.
سعودي هله نور ورخطا شو، کله چې لاریونونه ددوی پولو سره نږدي را وټوکېدل. په یمن کې چې ددوی سویل ته پروت دي، زرګونه ځوان لاریونکونکی په ناببره توګه په لارو او کوڅو کې ډله ډله شول، لسګونه زره نور په ګاونډیو ښارنو کې را ووتل او د هغه رژیم د بدلون غوښتنه یې کوله ، چې د ولس مشر عبدالله صالح او د هغه د کورنۍ په مشرۍ د 23 کلو لپاره په دې هېواد کې واکمن و .
دلاریون ډېر برخوال بحرینی شیعه ګان دي .دوی دسیاسي او اقتصادي محرومیتونو له کبله ګیله من و او دخپلو محرومیتونو اوږد لیست یې ځان سره لره. ځیني سنیان یې هم د لاریون برخو ال و او په حکومت کې یې د ډېر واک غوښتنه یې کوله ځکه ، چې دال خلیفه کورنۍ له اتلسمې پیړۍ راهسې په دې هېواد کې واکمنه دي .
لاریون والو نټه کوله، چې ګویا ددوي موخي ګوندي لاسته را وړنو سره تړاو لري. شنونکو د امریکا په ګډون داسی نښی نښاني ونه لیدلي، مګر په کور کې ټوکیدلی خوځښت له سیمه ییزو ستونزو ځنی را پیدا شوي دي. له بحرینه د کتني پر مهال د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټ له حکومته هیله وکړه چې ځانګړي سیاسي او ټولنیز اصلاحات رامنځته کړي.
سعودی عربستان د یمن دخلکو لاریونونه له نږدي څارلي، ددوي پولو ته نږدي را پورته شوي ناکراري د ایراني لاسوهنو یوه بیلګه ښکاري. کال وړاندي دوي په دې ډاډه شوه چې ایران هغه اورپکی چې د یمن شمال کې دېره دي او دحوثیانو په نوم یادیږي او ایران ورځنې وغوښتل ،چې دستونزو درامنځته کولو لپاره لاس په کار شي . یو څو بهرنیوڅارونکو هم د ایران او حوثیانو تر منځ کلکی اړیکې په ګوته کړي.
د سعودی عربستان عسکر د مارچ په څوارلسمه له هغه سرکه وا وختل کوم چې بحرین ته غځیدلی دي، ځکه چې بحرین کې حاکمی کورنۍ د لاریونو په مقابل کې له دوي د مرستي غوښتنه کړي وه.
په بحرین کې ډېر شیعه ګان په ښکاره له ایران سره کلتوري او مذهبی اړیکی پالي، سعودي په پیل کې دا ډېره ساده او اسانه ګڼله، خو ددوي په غوږونو کې ګونګسی هله په حقیقت بدل شول کله چې بحریني لاریون والودخپلو غوښتنو چت ( سقف ) ډېر لوړ کړ، او په پراخه کچه ېې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو تر څنګ یې د مشروطه پاچاهي غوښتنه یې هم کوله آن چې د ال خلیفه د کورنۍ دګوښه کېدو غوښتنه ېې کوله .
سعودیانو دا انګیرله ،چې ایران به له فلسطین له لاس اخستې دې ځکه ایران په سیمه کې دمهم لوبغاړي او دنفوذ په لټه کې دی ، خو ریاض ګټه او بری دهغه سني ځواکونو لپاره غواړي ،چې دوی ېې مشري وکړي .
ایران د حزب الله د مشر هغه خبري د خپلو رسنیو لاري په بحرین کې خپري کړې ،چې بحرین مېشتي شیعه ګان ېې لاریون ته رابلل . د بحرین رسمي مقامات وایې: ایران ډېر وړاندي لاړه، د اپوزیسون سر سخته غړو ته یې پیسی حتی وسلي هم برابري کړي. د لاریون مشران له ایران سره هر رنګه علمیاتي او سیاسي اړیکی په کلکه ردوي، په بحرین کې بهرني دیپلوماتان وایې دوی تر اوسه په دي هکله لږ لاسوندونه لیدلي دي.
د مارچ 14مه د تغیر یوه پرېکنده نقطه وه. د بحرین په غوښتنه سعودي خپلي شوبلي او نظامی موټري د داوړو هیوادونو تر منځ پولو کې ځاي پر ځاي کړې . دوی د خلیج دهمکارۍ د ټولنۍ په نمایندګی دلته راغلل ، چې د خلیجی هیوادنو ځني جوړ او سنیان یې مشري کوي، خو سعودي عربستان پکې سرخیل دي. سعودي په ډاګه اعلان کړه چې ددوی 1000 سر تیري یې بحرین ته لیږدول شوې دي .
که چېري ایران او سعودي عربستان ځان په دي اړ بولي چې فرصت او ګواښ ته لاس رسي ولري، ځني څیړونکي، ډیپلوماټان، د دیموکراسي مدافعین انځور ډېر پیچلي وینی. دوی وایی چې په سېمه کی ددی ناکراریو زیاتوالی یوبل علت لری او هغه له ډیموکراسی څخه ډاردی . نور بیا...