ژباړن: استاذ رفیع الله نبیل

سرچینه: وال سټرېټ جورنال

سعودي عربستان او ایران دسیالۍ ښه مخینه لري ، خو د منځني ختیځ لاریونونه ددې ګواښنه کوي چې سیالي او رقابت  به پر ترینګلتیا او د سیمی پر وېش بدله شي.

ډېری په دې اند دي چې په خلیج کې د نظامي ټکر جدي شونتیا شته، چېرته چې  د نړۍ یو پر پنځه برخه  تېلو لېږد را لېږد له دې لارې کېږي.

له درې میاشتو راهیسې عربي نړۍ  لاریونو پر سر رااخستې ده . داد  عربانو سپرلي بللي شي، بېرته د فاراګیو – 1968ز سپرلي ته د خلکو پام ور ګر‎ځوي.

که دا  لاریونونه  د چکسلواکیا له  لاریونونو  سره چې 40کاله پخوا  تر سره شوی وه  پرتله کړو نو د هغه وخت لاریونونه  ورته هېڅ ښکاري. د دومره زیاتې پاملرنې سره سره چې دمنځني ختیځ  لاریونونو  ته کیږي بیا هم دې  لاریونونو د ډیموکراسۍ په راوستلو کی د پام وړ موثریت نه دی ښودلی. موږ د سیمې ددوو جیوپولیټک  او لویو ځواکونو  یعنې ایران او سعودي عربستان تر منځ داړیکو د خرابوالي یو صعودي ګراف وینو.

 د منځني ختیځ دا سړه جګړه دجاسوسي لومو په ایښودلو، د ناکره  او بې لاري کوونکو  معلوماتو په ورکولو، په جعلي توګه دخلکو ته د واک په ورکولو سره خپل اوج ته رسیږي. 

د سعودي یو چارواکی وایې:  (سوړ جنګ یو حقیقت دي ) ایران په دې هڅه کې دي چې سیمه کې خپل نفوذ پراخه کړي، د تېرو څو میاشتو   ناکراري   موږ دې ته نه پریږدي  چې ارام کیښنو او د پېښو سپیناوی ونکړو.

د مارچ په څوارلسمه سعودي حکومت خپلې شوبلې او پوځیان  د بحرین خوا ته وخوځول. د بحرین واکمنه کورنۍ  له سعودیانو سره نږدې اړیکې لري، له دوی یې د مرستې غوښتنه وکړه ،چې دلاریون دپراخېدو مخه ونیسي .

ایران

فعال عسکر: 523000

جنګي شوبلې: 1,612

جنګي الوتکې: 336

سیمه ییز ملګري: سوریه، حزب الله ، حماس

ایران ډېر زر خپل ډول و ډنګوه. د ایران د پارلمان غړی روح الله حسینین له خپل حکومته غوښتي چې پوځ ته د تیارسي امر وکړي، د پریس تلویزون په وینا ( زه په دې باوري یم چې ایران باید پدې دوه زړی نه شي  چې خپل نظامي ځواکونه تیار کړي، ځکه  چې سعودي وار له مخه خپل سرتیري بحرین ته استولي دي )

په حقیقت کې د خلیج د وروستیو کړکېچینو لومړی قرباني دوې ځوانې ډیموکراسۍ وې چې یو یې دیمن سرحدي هیواد او دوهم یې هم د بحرین هیواد دی.

په سیمه کې د نفوذ لپاره هڅې  چې د سعودي او ایران تر منځ روانې دی ( پارس خلیج- عربی خلیج)،  د امریکا او مهمو عربو ملګرو ترمنځ   اړیکې ترینګلې کړي دي، چې له امله یې د تېلو نرخونه درې چنده پورته ختلي دي. دې هڅو د امریکا  او په عربی نړۍ کې  د مشهورو  دیموکراسي غوښتونکو خوځښتنو پر اړیکو هم سېوری غوړولی دی .

سعودی عربستان

فعال عسکر: 234,000

جنګي شوبلې: 565

جنګي الوتکې: 349

سیمه ییز ملګري: خلیجي هېوادونه، مصر، سني لبنان، د الفتح ګوند.

ډېري خلک  اندېښنه لري، که وضعیت په همدې ډول دوام ومومي ، خبره د ګواښ  تر پولو پورې رسېدلی شي. دوی په خلیج کې د رښتیني جنګ شونتیا ویني، چېرته چې د نړۍ یو پر پنځه برخه تیل د سعودي او ایران له لارې برابرېږي. ددې دوه هیوادونو تر منځ مخ په زیاتیدونکې ترینګلتیا ښایي د امریکا لپاره دا  ستونزمنه کړي چې له پلان سره سم سږ کال له عراقه په اسانه پښې سپکې کړي . هغه څه چې ډېر ویروونکي دي هغه دا دي چې د اوسنۍ ترنګلتیا له امله به په سیمه کې د اتوم د خپراوي ناورین رامنځ ته شي.

ایران له پخوا  اتومي پرګرام پیل کړی، او پدې ټینګار کوي چې له اتومي پروګرامه  یې موخه د برېښنا تولید دی، خو امریکا او سعودي عربستان  پدې باوري دي چې د ایران موخه د اتومي وسلو جوړول دي.  په اوسني امنیتي کنفراس کې، شهزاده ترکي الفیصل، پخوانی د استخباراتو مشر  او امریکا او برطانیې ته سفیر، په ډاګه ددې وړاندیز وکړ، که چېری ایران  خپلو اتومي پرګرامونو ته وده ورکوي، سعودي ښایې ځان اړ وګڼی تر څو خپل اتومي پروګرام  را پیل کړي .

 اوسمهال کې سعودی عربستان  د امریکا پر اتومي وسلو او توغندیو  ضد چتر باندی ډاډه دی، کوم چې د پارس د خلیج په سیمه باندې غوړېدلی دی. دفاعي سیستم په دې موخه په سیمه کې لګول شوی دی ، چې د ایران د بلاستیکي توغندیو مخه ونیسي، ځکه ،چې  د اتومي کوپړیو د لېږد وړتیا لري.

سعودیان  له ایرانیانو سره دزړه له تله کینه او رخه لري ، خو دا به په سختۍ سره ومني ،چې ایران دې پر هغه ځای برید وکړي ،چېرې ،چې پیغمبر زیږېدلی دی او مذهبي سیمه یې ده. ایراني مشران وایي مونږ د اتومي وسلو کارول رد کړي دي.  

هر څومره چې دې لویو او له هیلو ډکو لاریونو   د سیمې د سترو ځواکونو  تر منځ د جګړې ګواښ  ډېر کړی، په هماغه کچه  د سیمې د هیوادونو  تاریخي شالید له کړکېچه ډک دی.  منځنی ختیځ چې په ګوندي اختلافاتو او ژورو سیالیو کې نوم لري هره ګړۍ ددې وېره شته چې ټولې لاسته راوړنې بېرته په اوبو لاهو شي.

د سعودي او ایران ترمنځ له پخوا نه بدبیني شتون لري. سعودي عربستان سني مسلمان له توکمه عرب دی، ایران شیعي اسلامي جمهوریت دی له توکمه پاریسان پکې مېشت دي. د سني او شیعه تر منځ د لومړي ځل لپاره اختلافات  په کال    632 د  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له وفاته وروسته د وا ک پر سر را پیدا شول. سنیان تر اوسه پورې دوی یوه کفري ډله ګڼي. له ډېر  پخوا نه په منځني ختیځ کې دوی د زمکې او زېرمو  په سر یو له بل سره ښکر په ښکر دي.

نن سبا، جیوپولیټک هم  مهم رول لوبوي. دواړو خواوې ځانته ډلې ټپلې لري. ایران، سوریه او نور عرب جنګي ډلې لکه حزب الله ، حماس  تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي . د سعودي په خوا کې سني مشران - خلیج ټولواکان  -مصر ، مراکش، فلسطیني خواووې لکه  الفتح  له سعودي سره لېوالتیا لري  او د فلسطین ترڅنګ  د اسرائیلو دولت زغمي. ایران او ډلې ېې   په سیمه کې  دهرې ورځې په تېرېدو مخ په غوړېدو دي ، په زغرده له  لویدیځ او اسرائیلو سره مخالفت کوي.

له لسیزو دواړه خواووې په پېچلې لوبه – پارولو را پارولو ـ کې سره ښکېل  دي. دواړه خواوې غوره ګني چې  خپل سیاسي لاسپوڅي  په پټه توګه  وکاروي او ملیشې  ځواکمنې  کړي، لکه دوی چې د  1980-1970کلونو ترمنځ په لبنان کې دمشهورې کورنۍ جګړې پر  مهال څه وکړل، ایران د حزب الله  ملاتړ وکړ او سعودي د سنیانو تر شا ولاړ و.  تمرینونه او مانورونه   د جګړې له میدانه ډېر وړاندې تللي دي. دوه کاله وړاندې سعودي د ایران په هغو هڅو پوه شو چې  غوښتل یې شعیه مفکوره په مراکش کې خپره کړي او په همدې موخه یې د افریقا مسجدونه هم کارولي وو. سعودي ځرو دغه معلومات د مراکش پاچا حسن الثاني ته ورسول، مراکش احتجاجا خپلي  دیپلوماتکي اړیکې له  ایران سره پرې کړې.  نوربیا...