ژوند لیک
زوکړه
ځوان او تاند لیکوال ګران ذاکر جلالي د ارواښاد دوکتور محمد جلال زوی،په (۱۳۶۷ل/۱۹۸۸ز) کال له ګران هېواده لرې د سعودي عربستان د مکې معظمې په ښار کې په یوه اسلامپاله او روڼ اندې افغاني کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. له آره د افغانستان د پروان ولایت، د غوربند د شینواري ولسوالۍ د کفشان د کلي اوسېدونکی دی.
ذاکر څلور کلن ماشوم و ، چې له سر نه یې د پلار له نازه ډک سیوری اوچت شو او له خوږې پلرنۍ مینې بې برخې شو. د پلار تر مړینې وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای د پاکستان هېواد ته کډه شو او د پېښور ښار د جلوزو په هجرت کلي کې استوګن شو.
زده کړې
ذاکر جلالي لومړی ځل په( ۱۳۷۵ل) کال د عمرو بن حزم په مدرسې کې خپلې لومړنۍ زده کړې پیل کړې. په (۱۳۸۰ل) کال کې د النور د عالي لېسې په شپږم ټولګي کې داخل شو. داچې د النور عالي لېسې ادارې خپلو زده کوونکو ته ځانګړی او د ستاینې وړ پوهنیز چاپېریال برابر کړی و، نو له شک پرته يې د زده کوونکو د وړتیاوو په پراختیا کې د پام وړ اغېز ښندلی و. په لېسه کې د یو لړ نورو پوهنیزو نوښتونو ترڅنګ فرهنګي کمیټې هم شتون لاره، چې د "النور" په نامه د اوونیزې جریدې خپراوی يې ژوندۍ بېلګه ده . د ذاکر جلالي فرهنګي ژوند پیل هم له همدې ځایه سرچینه اخلي او مقاله لیکنه یې له یادې جریدې پیل کړې ده.
کله چي په (۱۳۸۷ل) کال د هجرت کلی ړنګ شو او په کنډوالو واوښت ،ورسره جوخت ذاکر جلالي د ثقافت اسلامي له عالي لېسې څخه فارغ شو او په همدې (۱۳۸۷ل)کال د اسلام آباد د نړیوال اسلامي پوهنتون د "سیاست او نړیوالو اړیکو" پوهنځي ته شامل شو، چې اوس مهال د نوموړي پوهنځي د شپږم سمسټر محصل دی.
لیکنې
ښاغلی ذاکر جلالي د پوهنتون له زده کړو سره - سره ټولنیزې، پوهنیزې او سیاسي لیکنې او ژباړې هم کوي او تر دې دمه یې په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) په لسګونو مقالې په ګڼو ورځپاڼو، مجلو او ویب پاڼو کې خپرې شوي دي.
په دې موخه چې د دغه ځوان او تاند لیکوال خورې ورې لیکنې راټولې او همدارنګه درنو هیودوالو ته نوې پوهنیزې لیکنې او ژباړې وړاندې کړي د "سیاست او نړیوالو اړیکو" په نوم د ده ځانګړی بلاګ پرانیستل شوی.
د لوی او غني څښتن (ج) دربار ته د دعا لاسونه لپه کوو چې د دغه ځوان لیکنې او آثار ټولو ته ګټور او اغېزمن ثابت کړي .
په همدې هیله
محمد الله احساس