ته د رنګونو رڼاګانو د ښاره

زه د لوګو او د لمبو د کلي

نه زما زړه  ستا څراغونه غواړي

نه ستا په زړه کې شته ارزو دکلي

پوهیږم ستا نه هیره شویده اوس  

 ( اکو بکو سرسیندکو ) د کلي

 

ستا په مړوند کې بنګړي شور نه کوي

نه دې په غاړه غاړه کۍ زانګي

ستا د ټټر لونګین چا وړی دی؟

وایه په کوم ځای دې اوګۍ زانګۍ؟

زمونږ د کلي دچینار په ټال کې

اوس هم یوه نیمه نجلۍ زانګي

                

 

زما له کبر او غرور ډک جانانه

د ځمکې هر موجود زوال لري

دا بې ګناه زړه مې نور مه ځوروه

ازار به وکاندې وبال لري

پروردګاره ! نور یې ستړی کړمه

دا ژوند خو بې حده جنجال لري

 

 

شکر دی ډير بې وسه شوی نه یم

اوس هم دیره لرم چینار لرمه

هر یو ماښام پکې ډیوې بلیږي

زه د شهیدې اروا ښار لرمه

تاته به هم ددې سپرغۍ رسیږي

زړه په سینه انګار انګار لرمه

 

زما د کاڼې زړه نه کرکه کیږي

زه په سینه کې زړګی موم ساتم

جانان مې خوې د ماشومانوکوي

زه به تر څو زړه د ماشوم ساتم

اخر یې ستا د لاسه څښمه ګوره

زهر ساتم ځانته زقوم ساتم

 

زما د اوښکو دې پروا ونه کړه

ته د ژړا په ژبه نه پوهیږې

زه به نو څنګه تسلې درکړمه

ته چې زما په ژبه نه پوهیږې

پرون دې ډيرې ښې خبرې وکړې

دا دی نن بیا په ژبه نه پوهیږې

 

 

زه خو دې نور پُخلا کولی نه شم

د چا خبره ماته چل نه راځې

ته خفه کیږې په وړو خبرو

زما وروستی عقل اول نه راځي

دانشه یار پوی شه او خدای یې پوی شه

ماته ددې مسلې حل نه راځې