سلام مورجانۍ !

زه ستا ماشوم یم ، خو ته لا تر اوسه ما نه پیژنې!زه یواځې د څو اونیو یم ، سره له دې کم عمره وعده درسره  کووم چې ته به هم زما په اړه ډير ژر وپوهیږې.اجازه راکړه د ځان په هلکه درته څه ووایم ، زما نوم ګل دی ما ډیرې ښکلې نصواري سترګې او تور ویښتان ترلاسه کړي، لا تر اوسه یې نه لرم خو ډیر ژر وروسته زما له زیږیدنې به زما وي.زه به ستا یواځينی ځوی یم او ته به ماته غږ کوې زما یواځينی نازولیه ځویه !. زه به په کرار کرار لوییږم،اکثراً به زما پلار له ماسره نه وي خو زه او ته به له یو بل سره یو، مونږ به له یو بل سره مرسته کوو، مینه به کوو، زه غواړم چې ډاکتر  شم کله چې لوئ شوم دا خبره یاد ساته مورې !.

نن سهار ته زما په اړه وپوهیدې چې ستا په نس یم مورې! نو ته ډيره خوشحاله وې، تا په ډیرې بې صبرې دا خبره هر چاته کوله ، ټوله ورځ دې له خندا خوله نه راټولیده، ډيره خوشحاله وي ډيره زیاته.ته ډیره ښکلې مسکا لرې مورې!همدا چې مې سترګې وغړولې نو لومړی به ستا مخ ته ګورم، ستا موسیده زما ډیر خوښیږي،دا به د نړۍ تر هر څه ښکلی نعمت وي زما په ژوند کې او زه په دې له پخوانه  پوهیږم.

نن تا زما په اړه پلارجان ته وویل، ته ډيره خوشحاله وې چې پلار جان سره دا خبره شریکه کړې،خو هغه  خوښ نه ؤ مورې! هغه لږ غصه شو، زه فکر نه کووم چې ستا به دې ټکې ټه پام شوی وي،خو هغه په دې خبره خفه شو، هغې د یو څه په اړه له تاسره خبرې شروع کړې، فکرکوم د نکاح، پیسو او د قانونې لارو چارو په اړه.او د هغه شیانو په اړه چې زه لاتر اوسه پرې نه پوهیږم.

سره له دې هم ته خوشحاله وي ‎، بیا هغې ته وویرولي مورې ! په تا غصه شو او ته یې ووهلې ، ما دا احساس کړه چې ته ستونې ستغ شاته وغورځیدې،خو تا خپل غبرګ لاسونه زما نه تاوو کړل چې زما ساتنه وکړې.زه ښه ووم خو تاته ډير خفه شوم،بیا تا وژړل مورې ! دا نو هغه غږ دی چې زما نه خوښیږي، دا غږ ماته د خفګان احساس راکوي، ستا ژړا ما هم ژړوي.وروسته له دې پلار له تانه بخښنه وغوښتله ، او ته یې یو ځل بیا په غیږ کې ونیولې، تا هغه وبخښه مورې! خو زه باوري نه یم چې ما به هم بخښلې وي.

ایا دا رښتیا وه مورې ! تا خو ویل چې هغه له تاسره مینه کوي،نو بیا یې ولي ته ووهلې؟ دا کار زما نه خوښیږي مورې ! .

بلاخره ! تا زه ولیدلم او حس دې کړم، ستا نس یو څه غټ شو، او تا په ما ډير  ویاړ کاوه، ته له خپلې مور سره بازارته لاړې ، چې زما لپاره نوې جامې واخلې ، ته په هغه ورځ ډیره ډيره زیاته خوشحاله وې، تا ماته په هغه ورځ سندره هم ویله ، ستا غږ د ټولې نړۍ له مخلوقاتو ډير خوږ او ښکلې غږ دی ، کله چې ته راته سندرې وایې نو زه ډير خوشحاله یم  او چې کله راسره خبرې کوې ، نو زه د خوندیتوب احساس کووم.

بس ته لږ نور انتظار  وکړه، ته به وګورې کله چې وزیږیدم، ستا به ډير خوښ شم،او په ما به وویاړې ، زه به له تاسره د زړه له کومې مینه لرم.

زه اوس خپل لاسونه او پښې خوځولی شم، او دا زه ستا په سبب کوم مورې ! کله چې ته خپل لاسونه په خپل نس کیږدې ، نو زه وتخنیږم، او کټ کټ و خاندم، تاته هم خندا درشي، او مونږ دواړه یو ځای کټ کټ وخاندو ،مورې مینه درسره لرم.

نن پلار جان راغی ، چې له تاسره وګورې مورې ! زه ډیر زیات وویریدم، هغې مسخرانه حرکات کول خبرې یې سمې نه وي. هغې تاته وویل چې نوره یې ته په کاره  نه يې او نه غواړي چې خپله دې کړي، زه نه پوهیږم چې ولې خو دا هر څه هغې وویل، او ته یې بیا ووهلې زه ډير غصه شوم.زه له تاسره لوظ کوم مورې ! کله چې زه لوئ شوم نو هیڅکله به پرینږدم چې ته  و  دردیږې، زه وعده درسره کوم چې ستا ساتنه به کوم. پلار مې ډير خراب سړی دی، ماته ددې پروا نه راځي که ته فکر کوي چې هغه به ښه سړی وي ، زه فکر کوم چې هغه ډير ډير بد او خراب سړی دی . هغې ته ووهلې او ویې ویل چې : مونږ دواړه یې نه یو په کار ، پلار زما نه کرکه لري، زه یې نه خوښیږم ، مورې ! زه یې ولې نه خوښیږم؟

مورې ! نن شپه دې راسره هیڅ خبرې ونه کړې ، ایا هر څه سم دي ، له هغې ورځې چې تا پلار سره د وروستې ځل لپاره وکتل، درې  ورځې تیرې شوې، خو په دې موده کې تا نه ماسره خبرې وکړې او نه دې لمس کړم، نه دې راته د پخوا په څیر وخندل ، ایا ته نور له ماسره مینه نه لرې مورې !؟

زه اوس هم له تاسره مینه لرم، زه فکر کوم ته خفه یې یواځې هغه وخت زه تا له ځان سره احساسوم کله چې ته ویده يې ، ته ډیره خندونکې څملې، په یو عجیب حالت کې ، په خپل ځان کې را تاووه لکه د منجیلې په بڼه ، لاسونه دې زمانه تاو وي او ما په غیږ کې نیسې ، زه یو ځل بیا د خوندیتوب احساس کوم،  خو ولې ته دا کار لکه د تیر په څير نه کوې کله چې را ویښه شې؟

زه اوس د یوویشتو اونیو یم  چې پنځه میاشتې او اوو ورځې کیږي، ایا اوس ته په ما نه ویاړې مورې !؟

مونږ نن چیرته روان یو، دا زما لپاره یو ډیر نوی ځای دی  ، زه ډیر زیات خوشحاله یم، دا لکه د یو روغتون په څير دی ، زه هم غواړم چې یو ډاکتر شم ،کله چې لوئ شم ایا تاته ما دا خبره کړی وه مورې !؟ هیله کوم چې ته هم زما په څير خوشحاله یې زه نور انتظار نه شم کولی ، باید ژر ژر لوئ شم.

مورې ! زه وویریدم ستا زړه درزیږي، زه نه پوهیږم چې ته څه فکر کوې ؟ داکتر له تاسره خبرې کوي، زه فکر کووم چې یو څه ډیر ژر پیښیدونکې دي. زه رښتیا هم ډير ډیر زیات ویریږم مورې ! هیله کوم ووایه چې ته ماسره مینه لرې بیا به زه د خوندیتوب احساس وکړم مینه درسره لرم مورې ! .

مورې ! ایا دوي له ماسره څه کوي، زه دردیږم ، هیله کوم ورته ووایه چې داسې مه کوئ .ډير بد لګیږي ، هیله کوم مورې هیله کوم، مرسته راسره وکړه دوي له دې کاره منع کړه!.

خواشینې کیږه مه مورې ! زه اوس خوندې یم ، زه په جنت کې یم او د جنت پرښته یم ، دوی ماته وویل چې څه یې وکړل، دوي وایې چې دې کارته  سقط الجنین یا د ماشوم غورځول وایې .

 

ولې مورې!؟ ولې تا داسې وکړل ایا ته نوره له ماسره مینه نه لرې ؟ ولې تا  زه ایسته وغورځولم ؟

زه ډیره ډیره زیاته بخښنه غواړم که زما نه څه غلطي شوې وي مورې ! زه مینه درسره لرم د زړه له کومې مینه درسره لرم مورې ! ته اوس ولې ماسره  مینه نه  لرې ما څه کړي ول چې دوې ماته داسې سزا راکړه ؟ زه غواړم چې ژوند وکړم مورې ! هیله کوم دا دير زیات درد راکوي چې ته زما په اړ فکر نه کوې ، ماسره خبرې نه کوې ایا ما له تاسره  ډیره مینه نه ده کړې ؟ هیله کووم ووایه چې ته به ما له ځان سره ساتې  مورې ! زه غواړم چې ژوند وکړم ، وخاندم، وریځ ووینم ، ستا ښکلی مخ ووینم لوئ شم او یو داکتر شم، زه نه غواړم چې دلته و اوسم ، زه غواړم چې ته بیا ماسره مینه وکړې.

زه ډیره ډيره ډيره  بخښنه غواړم مورې ! که زما نه کومه غلطې شوې وي .

مورې مینه درسره لرم ! زه مینه درسره لرم مورې !!

هر سقط الجنین یا د ماشوم غورځوونه :

یوه بل زړه چې ودریده.

دوه نورې سترګې چې هیڅ به ونه غړیږي.

دوه نور لاسونه چې هیڅ به لمس نه شي .

دوه نورې پښې چې هیڅ به قدم وانخلې.

یوه بله خوله چې هیڅ به خبرې ونه کړي.

 

له انګریزۍ څخه ژباړه .

ژباړن : محمد نادر دانش