مرغکۍ مې د زړګي رنځوره ښه ده
زندګي تر یوه حد مجبوره ښه ده
قلم ښه دی، کتاب ښه دی، په لاسو کې
خو تر دې هم کله کله توره ښه ده
د هیواد مینه مې ورولي غزا ته
خوږه یاره ! تر تا کله حوره ښه ده
که د خپل وجود بقا غواړئ ملګرو !
دښمنانو باندې مور تل بوره ښه ده
د وطن عشقه! نشې ته دې حیران یم
چې څو چنده له وراسته انګوره ښه ده
سترګې ژاړي، نه چې اوښکې یې کړي ورانه
ستا ښکلا مې په زړګي انځوره ښه ده
دانش لار د یار په سترګو باندې ګوري
دا رڼا تر بله هره نوره ښه ده