په ۱۹۸۰ م کلونو کې کمونیزم له ایډیالوجیکي پلوه په نړیواله سطحه ستړی ستومانه شو. په چین ، شرقي اروپا ، او حتی په شوروي اتحاد کې لږو خلکو عقیده پرې درلودله .په غیر کمونستې نړۍ کې ډله ډله چپیانو مارکسیزم پسې ایله کړ. د غربې اروپا ځینو کمونستي ګوندونو خپله غیږه ( یورو کمونیزم ) ته خلاصه کړه .یورو کمونیزم یوه ډيره نرمه ایدیالوجي ده چې دیکتاتوري او د صنایعو دولتي ملکیت ردوي . کمونستانو کپیتالیزم ( سرمایه داري نظام ) ړنګ فرض کړی ؤ،مګر د امریکې په متحده ایالاتو کې ، غربي اروپا ، او شرقي آسیا کې کپیټالیزم پرمختګ کاوه ،ډيرو کمونیستي لیډرانو په دې اعتراف وکړچې د ددوي اقتصاد ډير زیات په مرکزیت ولاړ ؤ او یواځینۍ چاره یې د دولتي کنترول لرې کول او ازاد تشبث ته لاره ورکول وو.د شوروی ریفورم خیاله جمهور ریس میخایل ګورباچیف ، د شوروي کمونیزم د بیا را ژوندي کولو لپاره یو درې اړخیزه روش وړاندې کړ: glasnost  دمیديا پرانیستل ،perestroika اقتصادي بیا جوړونه او demokratizatzia دیموکراتیزه کول ، څرنګه چې ریفورم په ښه توګه نه عملي کیده ،نو د خلکو نارضایتي زیاته شوه ، چې اوس خلکو د شکایت غږ پورته کولی شو. په کال ۱۹۸۹ م کې په شرقي اروپا کې غیر کمونیستي ګوندونو واک تر لاسه کړ. په شوروي اتحاد یو څه ازاد پارلماني انتخابات وشو او د بدلون راوستلو په بحث یې پیل وکړ.غیر کمونست ګوندونه اونهضتونه را پیدا شول ، ګور باچیف بیاهم ونه شو کولی د ریفورم د چټکتیا او پراختیا په هلکه تصمیم ونیسي . اقتصاد چې ډير لږ ریفورم پکې رغلی ؤ، د پولي دبحران په خوا ورغښتی . د ۱۹۹۱ ع کال کودتا ناکامه شوه او د همدې کال په پای کې شوروي اتحاد نور وجود نه درلوده .

د کتاب نوم :پولیټکل ساینس ته یوه کتنه

لیکوالان : میکایل راسکین ، رابرت کورډ، جیمز میډیورس او والټرجونز

ژباړه او لنډیز: ډاکتر محمد صدیق زهیر

چاپکال : ۱۳۸۷