د جدي مطالعې په هلکه دا اساسي ټکی عادي سلیم قضاوت ښکاري مګر ډیر وخت ، حتی د پوهنتون په تدریس کې سترګې پرې پټیږي.د جرمني فیلسوف هیګل په عقیده شیان نه ده هوس له مخې او نه هم په تصادفي توګه پیښیږي،بلکې د ښو او کافي دلایلو له رویه مینځ ته راځي. : هر هغه څه چې حقیقت دی هغه معقول دي ، ددې مانا داده چې هیڅ شی په مکمله توګه تصادفي نه دي او که عقل اودلیل په کار واچوو،مونږ به په دې پوه شو چې ولې یو شی پیښیږي. مونږ سیاست په طبیعي اسلوب مطالعه کوو.هغه څه ته چې مونږ یې وینو نه په قهریږو بلکې هڅه کوود هغو په موجود حالت ځانونه پوه کړو. د مثال په توګه ،مونږ خبر اورو چې یو سیاست مدار له چا څخه رشوت اخیستی دی ،د پولیټیکل ساینتست په توګه ، مونږ خپل قهر یوې خواته پریږدو اوداسې  سوالونه مطرح کوو:ایا ډیر سیاست مداران په دغه هیواد کې رشوت اخلي ؟ایا دا یوه پخوانۍ عنعنه ده او دد غه مملکت کلتور ته د منلو وړ ده ؟ایا خلک د سیاست مدارانو څخه دا توقع لري چې بډې واخلي ؟د انتخاباتي مبارزې مصارف څومره دي ؟ایا دا ممکنه ده چې سیاست مداربې له پیسو اخیستلو ځان یو مقام ته کاندید کړي ؟لنډه دا چې مونږ بایدوګورو چې ایا د نقدو پیسو غیر قانوني تبادله د سیاسي سیستم یو جز دی او که یا؟که چیرې داسې وي نو دا بیا هیڅ مفهوم نه لري چې مونږ یو انفرادي سیاست مدار ته په قهر شو ،که زمونږ له دې کار بدې راځي نومونږته ښایې د سیستم د ریفور په باب فکر وکړو څو سیاست مداران ونه کولای شي پیسې واخلي او ریفورم هم ښایې کار ونه کړي جاپان د پیسو د عنعنوی سیاست د له منځه وړلو په هڅه کې په خپلو انتخاباتي قوانینو کې ریفورم راوستی مګر ډیره لږه ګټه یې وکړه. په سیاست کې ځينې شیان ، لکه د بکتریا په شان ځان لره خپل ځانګړی ژوند لري.

ماخذ :

د کتاب نوم :پولیټکل ساینس ته یوه کتنه

لیکوالان : میکایل راسکین ، رابرت کورډ، جیمز میډیورس او والټرجونز

ژباړه او لنډیز: ډاکتر محمد صدیق زهیر

چاپکال : ۱۳۸۷