دیموکراسي کیدای شي چې د یو ملت په سیاسي ژوند کې ډير زرمینځ ته راشي ، خو په تاریخي لحاظ پاییدونکي دیموکراسي په هغو هیوادونو کې مینځ ته راځي ،چې پراخه او تعلیم یافته منځنۍ طبقه ولري. لکه بارینګټن مور Barrington Moore چې په کال ۱۹۶۶ م کې دا نظر وړاندې کړی ؤ، چې که بورزژوازي نه وي ، دیموکراسي نشته. په غیریبو او بې وزلو هیوادونو کې له خلکو سره تر دیموکراسۍ دمخه د ژوندې پاتې کیدلو اندیښنه موجوده وي . د لاتینۍ امریکې په یوه سروې کې چې په کال ۲۰۰۴ م کې تر سره شوه ، اکثریت خلکو دا نظر څرګند کړ، چې د دوې هغه دیکتاتور، چې د دوي غم وخوري ، تر هغه انتخابي ليډره خوښ دی چې دوي ته ډوډۍ نه شي برابرولای .منځني طبقات له ځان سره اعتدال ، تحمل او سړه سینه راوړي ، او همدارنګه دا فهم او درک منځته راوړي چې ټول شیان ژر او په یوه وار نه شي سمیدلای.
. د کتاب نوم :پولیټکل ساینس ته یوه کتنه
لیکوالان : میکایل راسکین ، رابرت کورډ، جیمز میډیورس او والټرجونز
ژباړه او لنډیز: ډاکتر محمد صدیق زهیر
چاپکال : ۱۳۸۷
10.03.2011
- محمد نادر دانش
ښايې د ډیموکراسۍ په شان به بل هیڅ لغت دومره ډیرې ماناګانې ونه لري ،د شلمۍ پیړۍ مستبدینو د دیموکراسۍ له نامه څخه په استفاده کولو سره خپل رعیت په دې باندې قانع کاوه چې ګویا دوي یو عادلانه سیستم کې ژوندکوي. شوروي اتحاد ادعا کوله ،چې ددوئ دیموکراسۍ په شان په ټوله نړۍ کې بله وجود نه لري او چین اوس هم ځان د خلکو جمهوریت بولي . دیموکراسي له ازادۍ سره یو شان نه ده . دانتخاباتو له لارې داسې داسې رژیمونه مینځ ته راتلی شي چې فردي ازادي...
10.03.2011
- محمد نادر دانش
په ۱۹۸۰ م کلونو کې کمونیزم له ایډیالوجیکي پلوه په نړیواله سطحه ستړی ستومانه شو. په چین ، شرقي اروپا ، او حتی په شوروي اتحاد کې لږو خلکو عقیده پرې درلودله .په غیر کمونستې نړۍ کې ډله ډله چپیانو مارکسیزم پسې ایله کړ. د غربې اروپا ځینو کمونستي ګوندونو خپله غیږه ( یورو کمونیزم ) ته خلاصه کړه .یورو کمونیزم یوه ډيره نرمه ایدیالوجي ده چې دیکتاتوري او د صنایعو دولتي ملکیت ردوي . کمونستانو کپیتالیزم ( سرمایه داري نظام ) ړنګ فرض کړی ؤ،مګر د ام...