ښايې د ډیموکراسۍ په شان به بل هیڅ لغت دومره ډیرې ماناګانې ونه لري ،د شلمۍ پیړۍ مستبدینو د دیموکراسۍ له نامه څخه په استفاده کولو سره خپل رعیت په دې باندې قانع کاوه چې ګویا دوي یو عادلانه سیستم کې ژوندکوي. شوروي اتحاد ادعا کوله ،چې ددوئ دیموکراسۍ په شان په ټوله نړۍ کې بله وجود نه لري او چین اوس هم ځان د خلکو جمهوریت بولي . دیموکراسي له ازادۍ سره یو شان نه ده . دانتخاباتو له لارې داسې داسې رژیمونه مینځ ته راتلی شي چې فردي ازادي ګانې د پښو لاندې کوي ، چې دې ته غیر لیبرال دیموکراسي وایي.د یموکرسي با فکره خلکو ، د قدرت محدودیت ، د قانون حکومت ، بشري او مدني حقوقو ته اړتیا لري .هر هیواد چې ځان دیموکراتیک بولي خامخا دیموکراتیک نه دی.دیموکراسي د یوناني د Demokratia څخه اخیستل شوې ده چې دیمو خلک بولي او کراتیا حکومت، تر نولسمي پیړۍ پورې لا هم یو ډول منفي مفهوم درلوده، دا ځکه چې د مفکرینو په نظر د یوبې کنتروله ډلۍ حکومت ښکاريده .واقعی دیموکراسي چې په هغې کې ټول خلک په یو ځای کې سره راټولیږي څو د حکومت غړي وټاکې او په خپله شخصاً قوانین جوړ کړي ،ډيره لږه موند ل کیږي چې د اتن عمومي اسمبله ، د انګلیستان د ښاروالۍ جرګې او د سویس لندزګیماینده یې مثالون دي .د مستقیمې دیموکراسۍ د امریکا په متحده ایالاتو کې تر اوسه هم دوام لري او هغه ریفرنډم دی ، چې په هغه چارو کې سرته رسیږي چې مقننه قوه یې سرته نه رسوي .که څه هم دیفرنډم ډير دیموکراتیک ښکاري خو اداره کوونکي یې په خپله خوښه څرخولی شي .کالیفورنیا ددې کار ښه مثال دی ، چې ډیرې قانوني لایحې یې د ریفرنډم له لارې تصویب شوي دي .او ځینې یې یو له بله سره تناقض لري.د پاکستان جمهور ریس مشرف چې د نظامي کودتاه له لارې یې قدرت ونیو ، ځان یې په کال ۲۰۰۲ م کې د ریفرنډم له لارې دوباره تثبیت کړ .
مستقیمه دیموکراسي ډير مشکل کار ځکه دې چې دټولو خلکو په یو ځا کې راټولیدل ډیر ستوزمن کار دی .که حکومت خپل هر کار د منظورۍ لپاره میلیونونو خلکو ته وړاندې کوي نوبیا يې کارونه هم ژر پر مخ نه ځي .ځکه نو نماینده دیموکراسي دیو عملي سیستم په توګه تکامل کړی دی.
د کتاب نوم :پولیټکل ساینس ته یوه کتنه
لیکوالان : میکایل راسکین ، رابرت کورډ، جیمز میډیورس او والټرجونز
ژباړه او لنډیز: ډاکتر محمد صدیق زهیر
چاپکال : ۱۳۸۷