سيتار راواخـلئ ، منګى واخلئ ،ترينه تـرنګ پــــورته کړئ

لــه دغــــه کـلـي جنـــازه ، نوره د جنـګ پورتــــــه کړئ

 

ګـــودر ودان دى ، پيــغــلــو راشئ او منــګي راواخـــلئ

له سپيـــــنو ليچو نه ، د شنو بنګړيو شرنګ پورته کـــــړئ

 

مټــــې راونغـــــاړئ آمـــــونـــــــه ، تر اټکــــه پــــورې

له هر يو ګـــاڼي نــه ،د  خپلـــــو وينو رنګ پورته کــــړئ

 

چــې بې وفـــا يـــار مې ، له ورايــه مـــزار وپـيـــژنــي

يــو څــو جنډې زما په قبر، څنګ په څنګ پــورته کـــړئ

 

ملـګـرو واورئ ، چې دانــــش کله محفــل تــــه راشــي

ښکـلې دې ناست وې ، پروانه کوي بـــدرنګ پــورته کړئ