خـــــاصيــــت د ګل لــــرې، بهار پورې تــړلې يې ته
لکه سحــــر نسيــــم، سهــــــــــار پورې تړلى يې ته
 
د جـــانان ياده! د لمر څرک سره په زړه ديـــره شې
بـــــــيا تر ماښامه مې روزګار پــــورې تړلى يې ته
 
 
وخـــت بـــه زمونږد تړون کومه غوټه زر پرانيزي
 ماخـود زړه پـــه هـــــر يـــو تار پورې تړلى يې ته
 
 
د يـــــــار د لاس نـــــښـې دسمـاله، يار راځي اوکنه
زمـا خو شنــــاختې دمـــزار پورې تـــــړلى يې تـه
 
دانـــــــشه! بـــس که نوری لاری د ګودر مه څاره
چـــــابــــه دکـلی دنګ چـــــنار پوری تــړلی يې ته