د بلې میاشتې په لومړیو کې مسکو د افغانستان په هکله د سیمې د هېوادونو د ناستې کوربه دی، په دې توپیر چې دې  جوړېدونکې ناسته کې طالبان هم ګ‌ډون کوي خو افغان حکومت او لوی ملګری یې امریکا دې ناستې ته پلاوي نه ور لیږي. 

له یوې خوا په پاکستان د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو فشارونه زیات شوي څو له هغو ترهګرو لاس واخلي چې افغانستان کې جنګیږي او بې ثباتي ته لمن وهي، ور سره جوخت پاکستان د دې لپاره چې له دې فشارونو خلاص شوی وي، د روسیې غېږ ته ور لویدلی او طالبان یې هم دې هېواد سره نږدې اړیکو ته هڅولي دي. 

مسکو ولې اوس د افغانستان له قضیې سره علاقه پیدا کړې؟ 

روسیه د سیمې ځواکمن هېواد دی، ولادیمیر پوتین وروستیو کلونو کې دغه هېواد ښه مدیریت کړی دی او د شوروي تر ماتې وروسته اوس دې هېواد د ځواکمنتیا پر لور ګامونه اخیستي دي. روسیه چې افغانستان سره په خوا کې پرته ده، په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې د روان تاوتریخوالي څپو اندېښمنه کړې وه، دې اندېښنو وروسته له هغې زور واخیست چې افغانستان کې د داعش سرزورې ډلې د فعالیت اعلان وکړ. روسیه دا ډله په مستقیم ‌ډول ځان او خپل تر نفوذ لاندې سیمو(تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او د منځنۍ آسیا) نورو هېوادونو ته لوی ګواښ ګڼي. 

روسیې چې د طالبانو د واکمني په مهال شمال ټلوالې سره ملګرتیا درلوده، اوس د داعش ډلې د شتون په مهال له طالبانو سره تار ځغلولی. لویدیځو هېوادونو داسې اشارې ورکړي چې افغانستان کې د بغاوت څپو په پراختیا کې روسیه ښکېله ده، د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسن، د امریکا دفاع وزیر او ځینو افغان چارواکو په وار وار ویلي چې روسیه د طالبانو مالي او پوځي ملاتړ کوي، او په دې توګه غواړي چې امریکا را ګیر کړي. 

روسیه وېره لري چې داعش ډله یوه امریکایي پروژه ده او دغه پروژه د افغان حکومت له ملاتړ برخمنه ده چې موخه یې د منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې ته د دې ډلې نفوذ او پراختیا ده، او د دې لپاره چې دغه توطیه شنډه شوي وي، باید طالبانو سره همکاري او اړیکې ټینګې شي. مسکو غواړي په دې توګه په تېروتنو پسې نورې تېروتنې وکړي. مسکو د افغانستان په کشاله کې د یوه ښه او باوري ملګري رول نه دی لوبولی، په دې حساسو شرایطو کې له طالبانو او پاکستان سره د روسیې ملګرتیا په څو دلیلونو سره دې هېواد ته ګټه نه شي رسولی. 

دا روښانه خبره ده چې د بېلابېلو نړیوالو مسایلو پر سر روسیه او امریکا د نظر ژور اختلافونه لري او ګټې یې په ښکاره توګه په ټکر کې دي خو که روسیې غوښتي وای او یا وغواړي، افغانستان د دواړو هېوادونو د همکاریو په ساحې بدلیدای شي. که روسیه وایي چې د یوې توند لارې ډلې په  ذریعه بله توند لاره ډله کنترولای شي، دا یې ستراتیژیکه او لویه تېروتنه ده، دا ځکه چې داعش هم د امریکا نه بلکې د پاکستان پروژه ده. په دې سره له یوې خوا د سولې احتمالي پیلېدونکو خبرو اترو کې طالبان او حقاني شبکه شاملول غواړي او له بلې خوا د ترهګرو د ملاتړ له لارې خپلو موخو ته رسېدل غواړي. کابل کې ټول پیچلي او وحشیانه بریدونه او نورو سیمو کې خونړي تحرکات د طالبانو او حقاني شبکې کار دی، د دې لپاره چې دا ډله ښه ښودل شوي وي، په کار وه چې داعش ډله را منځته شوې وای، داعشیان په افغانستان کې نشته او که وي هم په هکله یې ډېره مبالغه شوې او کیږي. 

تېر  اختر کې حکومت د روژې له ۲۷ اوربند اعلان کړ او طالبانو هم د اختر درې ورځو کې اوربند وکړ، طالبان د حکومت  تر ولکې لاندې سیمو ته راغلل او حکومتیان هم د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته. دې درې ورځو کې په امنیت ضد پېښو کې حتی د پیشکې پوزه هم وینې نه شوه او دې خبرې وښوده چې افغانستان کې ټول امنیت ضد کړنې د طالبانو لخوا کیږي نه داعش شته او نه هم نورې وسلوالې ډلې. 

مسکو په ټولو نړیوالو قضیو کې د منفي لوبغاړي رول لوبولی دی. د مسکو لپاره به دا ښه وي چې افغانستان کې د کړکیچ اصلي ريښه پیدا کړي، کابل کې مشروع نظام واکمن دی، د خلکو او هېواد ساتنه کوي، د دې نظام د ملاتړ پر ځای له یاغي ډلو سره اړیکې هیڅ ګټه نه لري، که افغان حکومت له بیلتون غوښتونکو چیچینایانو او نورو روس حکومت ضد وسلوالو سره اړیکې ټینګې کړي، د مسکو په مزاج به څنګه ولږیږي؟ مسکو ته نه ښایي چې له خپل زاړه دښمن(پاکستان) سره اړیکو کې ډېر مخته ولاړ شي. پاکستان سیمه کې د توند لارو د ملاتړ له لارې ژوند عیار کړی او بل ډول مخته تلای نه شي، په کار ده چې د ولسمشر ټرمپ د تګلارې په اډانه کې مسکو په پاکستان فشار راوړي چې د ورانکارو ډلو له ملاتړ لاس واخلي. که مسکو غواړي چې د طالبانو په ذریعه داعش له منځه یوسي، دا یو خوب دی او تش خیال. مسکو نه شي کولی په دې سره لوبه د ځان په ګټه عیاره کړي، دا منو چې واشنګټن او مسکو خپلو کې ډېر اختلافات لري خو له دې اختلافاتو سره سره دواړه افغانستان کې ګډ کار او ملګرتیا ته اړتیا لري. په افغانستان کې د شخړو او جګړو په صورت کې مسکو ښه ورځ نه شي لیدلی که غواړي چې افغانستان امن وي، نو خپل مسیر  او لاره دې بدله کړي، که نه نو ناوخته شوي به وي او بیا په دې صورت کې د بېرته راګرځېدو چانس نشته. 

                                                           پای