په تېرو ټاکنو کې ولسمشر غني ته خلکو یواځې په دې رایه ورکړه چې د فساد په وړاندې یې قوي دریځ درلود. د ولسمشر کرزي د حکومت لویه ستونزه پراخ فساد و. ولس هم له فساد څخه تر پزې راغلی دی. زمونږ هېواد له ډېر بد حالت څخه تیریږي. جګړه او فساد هغه څه دي چې د ولسونو د ښه ژوند په وړاندې یې ګواښونه را منځ ته کړي دي.  

ولسمشر غني په لومړیو کې د فساد په اړه یو قاطع دریځ درلود؛ خو وروسته په کرار کرار ولسمشر غني هم د کرزي غوندې مصلحت په نظر کې ونیو. دا اوس هم زیاتره څوکۍ په پیسو پلورل کیږي. ډېر وزیران او والیان په فساد کې تر غوږونو پورې غرق دي. دا چې ولسمشریزو ټاکنو ته شپږ میاشتې پاتې دي، له ولسمشر غني څخه چې ولس کومې هیلې درلودې، هغه هم په اوبو لاهو شوې دي. 

ولس او سیاسونو ته په کار دا ده چې سر له اوسه په داسې یو ټیم کار وکړي چې هغه په خپل سیاست کې د فساد په وړاندې واضیح دریځ ولري. د افغانستان اوږدې غمیزې هم افغانان او هم نړیواله ټولنه خسته کړې ده. د تلپاتې سولې او ښې حکومتولۍ لپاره باید پر داسې یوه پروګرام او تګلاره کار وشي چې په هغو کې د افغانستان ملي ګټې او راتلونکی تضمین وي.  

ولسمشر غني اوس هم په سټیج باندې د فساد خبره کوي؛ خو په عمل کې داسې نه دی. دا اوس په خپله غني په ډېرو چارواکو پوهیږي چې په فساد کې دخیل دي، مګر په وړاندې یې اقدام نه کوي. که ولسمشر غني غواړي چې خپل باور ژوندی کړي، په خپل شپږ میاشتني ماموریت کې دې د فساد په وړاندې قاطع دریځ اعلان کړي او هغه کسان چې په فساد کې ښکېل دي، باید څارنوالۍ ته معرفي شي. 

د ولسمشر غني شاوخوا داسې یو ټیم را ګرځېدلی دی چې هغوی دوکانداري پیل کړې ده او د راکړې ورکړې سیاست کوي. د افغانستان د لویو ګټو او د افغانستان د مظلوم او بېچاره ولس په وړاندې هېڅ د مسوولیت احساس نه کوي.  

فساد یوه ډېره ناوړه پدیده ده. ترڅو پورې چې فساد موجود وي، هېواد هېڅ پرمختګ نه شي کولای. د افغانستان خاموشه ولس هم د فاسدینو په وړاندې نور زغم نه لري. اوس له ټولو څخه لاره ورکه ده چې اخر به د دې وطن سرنوشت څه کیږي. 

مونږ دا نه وایو چې سل په سلو کې دې اصلاحات راشي، ځکه چې دا ناممکنه ده. مګر له ولسمشر غني څخه خو تمه دا وه چې د شعوري مفسدینو په وړاندې په کلکه ودریږي. ولسمشر غني اوس هم په ډېرو برخو کې د فاسدینو په وړاندې ګذاره کوي او که هغه په رښتیا پوه شي، په ولس کې یې دا مصلحت او ګذاره د محبوبیت ګراف کموي. له بده مرغه چې باید و وایو. کوم څوک چې د حکومت منتقدین او اپوزیسون ځان ته وايي، هغوی هم ښه بګرونډ نه لري.