‎طالبان ښه پوهېږي چې د افغانستان په جګړه کې ګټونکي ندي ، او کله به هم دوی ګټونکې نشي ځکه چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې کله هم خپله بریا نه تر لاسه کوي، که چېرې طالبان د جګړې ګټونکي وای نو دا اولس کاله جګړه کې به یې یوه وړه بریا تر لاسه کړی وای .
‎دا اولس کاله کېږي چې طالبان د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه کوي سره له دې چې د پاکستان ، ایران، او د سیمې د اسختباراتو مالي مرستې او تجهیز کې ورسره همکاري بې سارې ده خو بیا هم د افغانستان په جګړه کې ماتې خوري، او دا جګړه ددوی په وژلو تمامېږي.
‎طالبانو تل په افغانستان کې یوه نا څرګنده او نا روا جګړه پرمخ وړې چې هدف یې د بېګناه افغانانو شهیدانول، او د تور مخي پنجاب ، آی اس آی خوشحاله کول دي.
‎طالبان باید په دې وپوهېږي څومره چې دوی د پنجاب پوځ ته وفاداره دي، دومره پنجاب ترې د ځان په ګټه استفاده کوي.
‎د پاکستان حکومت د افغانانو بربادي غواړي ، د افغانستان ورانول غواړي، او د افغانانو بې رحمه وژل غواړي چې دا پروژه د طالبانو پر مټ پرمخ بیايي، که چېرې طالبان د جګړې ګټونکي وای نو لومړی به یې کندز ښار ساتلی وای سره له دې چې پاکستاني جنرالانو د جګړې رهبري پر مخ وړله ، او یا فراه ښار چې هلته هم د طالبانو سره هم د ایران همکاري وه او هم د پاکستان د پوځ خو بیا هم فراه ښار د وسله والو طالبانو ولکې ته ورنغله .
‎پر غزني ښار یې بریدونه و کړل ‌‌‌‌‌‌ډېره هڅه یې وکړه چې غزني ښار ونیسي او سره له دې چې تر نیم زیات پاکستاني طالبان ، او پوځي افسرانو هم ددې جګړې رهبري کوله خو بیا یې هم غزني ونشو نیولی، غزني ښار د وسله والو طالبانو په ګور بدل شو.
‎اوس نو پکار ده چې هغه افغانې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د پاکستان ، ایران، او د سیمې د استخباراتو په لمڅون د افغانستان د تباهۍ په خاطر جګړه کوي له دې جګړې د لاس واخلي ځکه چې دوی د جګړې ګټونکي ندي دوی صرف د بېګناه انسانانو ژوند اخلي او بس دوی ته پکار ده چې د افغان حکومت سره د سوله وکړي او د خپلې خاورې ساتنه د وکړي دوی دې نه ځانونه برباد کوي او نه دنور افغانان .
‎دوی د هم د افغان امنیتي ځواکونو په شان جهاد وکړي تر څو یې نومونه په تاریخ کې ځلانده پاتې شي، که قدرت غواړي نو راد شي د سیاست د لارې د قدرت ته ځانونه ورسوي، که جګړه کوي بیا نو د جګړې توان نه لري ځکه چې ددوی په وړاندې ددې وطن اصیل بچیان ولاړ دي او دا خاوره داسې اصیل بچیان لري چې هیچاته به ددې خاورې د نیولو اجازه ورنکړي.
‎ښه ده چې دواړه خواوې د جګړې پرته د سولې په فضا کې خپلې ستونزې حل کړي.
‎د یو موټي، سوکاله افغانستان په هیله .
‎مینه منګل