د یو ریپوټ په اساس، هغه کډوال چې د استرالیا له لویو ښارونو لکه سیډني، ملبورن او کوینزلینډ څخه د باندې په اطرافي سیمو کې میشت شويدي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ډیری دغه کډوال په انګلیسي ژبه نه پوهیږي او له اهمدې امله دوی ته په اسانۍ کارونه او دندې هم نه موندل کیږي. د ریپوت په حواله، له هرو پنځو کسانو یوازې یو کس دنده لري چې ډیری یې په دې فکر کړي، که چیرې لویو ښارونو ته کډه وکړي نو ښايي دندې ومومي.

د یادو کډوالو شمیر ۳۵۰۰ ته رسیږي چې په ۲۰۱۵ کال کې د یو بشردوستانه پروګرام له لارې د عراق او سوریې له مهاجرت کېمپونو څخه استرالیا ته انتقال شوی ول. ډیری دغه کسان د کوینزلینډ ایالت په مربوطه اطرافو کې ځای پر ځای شوي دي.

د کډوال د بې روزګارۍ په هکله دغه ریپوټ په داسې حال کې خپریږي چې دمګړۍ د استرالیا سیمه ایز حکومتونه په پام کې لري ترڅو د بشردوستانه پروګرامونو له لارې استرالیا ته تازه راغلي نور کډوال هم له لویو ښارونو لېري ځای پر ځای کړي.

استرالیا هر کال د بشردوستانه پروګرامونو له لارې په زرګونو کډوالو ته د خوندیتوب ویزې ورکوي. د دغه ویزو شمیر هر کال توپیر لري. دغه هیواد په ۲۰۱۵ کال کې لږترلږه ۱۷ زرو کډوالو ته د خوندیتوب ویزې ورکړې وې خو دغه شمیر بیا په ۲۰۱۶ کال کې آن له ۲۴ زرو هم لوړه وه، چې په ۲۰۱۷ کال کې بیرته ۱۹ زرو ته راټيټه شوه.