ستا ليونى يم، لكه اوښكه له ما لاس وانه خلې
په زړه نرى يم، لكه اوښكه له ما لاس وا نه خلې

ما دي په سترګوكي ساته ګريوان مي نشي زغمى
ساده  سړى يم ،  لكه اوښكه له ما لاس وا نه خلې

قدر مي نشته په دې ښار كي مسافر مي ګڼي
  دلته پردى يم ،لكه اوښكه له ما لاس وا نه خلې

ستا د ا كلك زړه چې لكه موم كړم بيا دي مړ هم شمه
لا خو ژوندى يم، لكه اوښكه له ما لاس وا نه خلې

چې څومره مرم درپسي دومره ژوندى كيږم بيرته
تازه زلمى يم،لكه اوښكه له ما لاس وا نه خلې