يو څو شيبې مخكي مي بيا وژړل
يو ځل مي بيا
درپسي ډيري اوښكي تويې كړلې
بيګا مي هم در پسي ډيري سلګۍ ووهلې
بيګا مي هم
په اسوېلېو باندي ولمانځلې
اوس مي هم نيت دى چي
د زړه له درده چيغي كړم چې
دازانګو په مټ يې ټوله
دا كلك زړې د نيا ولړزوم
اود نړۍ ددرست بي وزلو په حال
وير وكړمه وژاړمه
اوښكي توى كړم
له ژړا جار شمه ، ژړا مي ګرانې ډيره خوښه
چې كله و ژاړم حواس مي سم شي
درد مي كم شي
نوله تا هيله كوم !
دا راته مه وايه چي ولي ژاړي ؟ ژاړي به نه !
ځكه يو ازي په ځان نه ژاړمه
زما په شان ډيرو بي وزلو ته مي زړه خوړ كيږي
---------------------------
يادونه
((د اعصابو او اروا ه پوهني پوهان وايې چې په سلو كي پنځه اويا ښځي او درى اويا نارينه له ژړا وروسته د خوښۍ او اروا يي سكون احساس كوي ، او آن تر دې چې څيړنو ژړا د روغتيا نښه هم بللي ده . خو له دې هم بايد سترګي پټي نه كړو چې كه څو ك ژر ژر ژاړي او په وړه خبره ژړا ورځي پكا رده چې ډاكتر ته ورشي ځكه كه ژړا هم له اندازې زياته شي نو بيا د ژور خفګان او ډيفريشن لا مل ګر زي ))