ياد دي راته ګران را غـــــــــاړي وتى دى
نه ، نه درست جهـــان را غاړي وتى دى
اوس مي په وجود كي لكه سا خور دى
درد مي دجـــــــــــــانان را غاړي وتى دى
تنده د ديدن دي په خپل ځــــــــــان ماتوم
ستا له  روى مي ځــان را غاړي وتى دى
زړه يې له نيمـــــــــګړي ورځ  په ويره كي
 تا غواړي ارمــــــــــــان را غاړي وتى دى
نوم دي په ټپــــو كي په ځــار ، ځار اخلم
اه او ياقربان راغـــــــــــــــــــــاړي وتى  دى
تا پسې به اوښـــــــــــــــكي توو زه او درد
 شړقنده باران را غـــــــــــــــــــاړي وتى دى