لاندي غزل تیره ورځ دیوي سملاسي مشاعري په ترڅ کي ښاغلي اتل دڅویارانولکه الهام ،ګوهر ، ناصرشینواری ، شفق اشنا،فهیم ،زه (هلال ) اودانش لالا چي په زور یي په ګوهر شعروویل په دانش خپرندویه ټولنه کي ولوست دادی زه یي تر تاسو هم درسوم هیله ده چي خوښ به مو شي
د شک او دګمان له کوره نه وځي دا خلک
په ځان مین د ځان له کوره نه وځي دا خلک
په ذهن مي داور د سرو لمبو تصور خور دی
د یري د ایمان له کوره نه وځي دا خلک
ددین د عقیدې له پاره دا خبره بس ده
د ژوند او د جانان له کوره نه وځي دا خلک
د سر سیوری یې وران شو خو درانه دي پښتانه
وریږی پرې باران له کوره نه وځی دا خلک
د چا ازار وهلي دي له یو بله ویزاره
د مړي په اعلان له کوره نه وځي دا خلک
رڼا به یې په کوم جواز پخپله کور ته راشي
اتله یم حیران له کوره نه وځي دا خلک
داشناکورباغ حرم مردان