سرتوري مي دزړه هیلي وتې په تاپسې

نرۍ لکه بړبوکي تاویدې په تا پسې

چي تلي ومه ولاړآن چي ترڅوفناکیدې

وهلي مي سلګۍ وړې وړې په تا پسې

ستا څه غم دی قربان دي شم ته غوړي څڼي ګرځه

زما خودي دزړه ستني کږې په تا پسې

ډیروخت مو سره و و ت وې بلا سړې تودې

تړلي مي ښې ډيري خاطرې په تاپسې

مسګۍ شوه، وای چي خوب کي به مي ولیدې(هلاله )

ترسهاره به مي اوښکي توئیدې په تا پسې