غزل
ماڅرنګه راټول په څه هنر کړلو زړګی
تا وخندل اوبېرته دې اوتر کړلو زړګی
هم ستا مینې خولعل کړلو ګوهر کړلوزړګی
چې ما داسې په خپله رضا درکړلو زړګی
پخپله مې دعشق دلیونتوب په ورانوسرکړ
پخپله مې له ځان سره په شرکړلوزړګی
دغم بلا، بلا پيټي مې ټول کړل ورپه شا
په ځان باندې مې دروندلکه دغرکړلو زړګی
سبا به چېرته داسې دبل ښکلي تمه پرې شي
که نن مې چېرته یوښګلي ته ورکړلوزړګی
نصرت الهام
02.09.2010
- عبدالرحیم هلال
ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ
بلا دي واخلم ته رانغلي شوه رابره سپوږمۍ
ددي په وړاندي دیوبل په یادکي څړیکي کوي
ددومینوزړونورازدی څڼیوره سپوږمۍ
له غرونو هاخوادي پري مینه په سلام ماتوم
هم دي دیدن هم ملاقات دی دزړه سره سپوږمۍ
څوک په اسمان وي څوک په مځکه خو په خپل کرامت
دمینانو رارسیږي ترځیــــــــــــــــــــــــــــــــــــګره سپوږمۍ
په اننګو يي تیروي دسپيـــــــــــنو وړانګــو ګوتــي
زه یم کمـ...
06.10.2010
- عبدالرحیم هلال
سرتوري مي دزړه هیلي وتې په تاپسې
نرۍ لکه بړبوکي تاویدې په تا پسې
چي تلي ومه ولاړآن چي ترڅوفناکیدې
وهلي مي سلګۍ وړې وړې په تا پسې
ستا څه غم دی قربان دي شم ته غوړي څڼي ګرځه
زما خودي دزړه ستني کږې په تا پسې...