ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ
بلا دي واخلم ته رانغلي شوه رابره سپوږمۍ
ددي په وړاندي دیوبل په یادکي څړیکي کوي
ددومینوزړونورازدی څڼیوره سپوږمۍ
له غرونو هاخوادي پري مینه په سلام ماتوم
هم دي دیدن هم ملاقات دی دزړه سره سپوږمۍ
څوک په اسمان وي څوک په مځکه خو په خپل کرامت
دمینانو رارسیږي ترځیــــــــــــــــــــــــــــــــــــګره سپوږمۍ
په اننګو يي تیروي دسپيـــــــــــنو وړانګــو ګوتــي
زه یم کمــزوری خو تر ماده زوروره شپــــــوږمۍ
30.08.2010
- عبدالرحیم هلال
راليږونکی : نبيله وفا
(ورک شناخت نظم )
هغه جنی څوک ده چې هم زما غوندې ده دخو زه ېې نه پیژنم په تن یې سپینې جامې ناسته په سپینه تيږه سپينو اوبو کې خپلې لپې وهي تاج یي د وخت په سرد زلفو هر یو تار د فریښتو ټالونه د هغه سپینه کوره راځي زما په لوري ښاسته سپین ګلونه ما له په لاس کې راوړي سترګو کې زیرې لري لکه چې څه د خوشحالۍ خبره زما نه پټه ساتي...
04.09.2010
- عبدالرحیم هلال
غزل
ماڅرنګه راټول په څه هنر کړلو زړګی تا وخندل اوبېرته دې اوتر کړلو زړګیهم ستا مینې خولعل کړلو ګوهر کړلوزړګی چې ما داسې په خپله رضا درکړلو زړګیپخپله مې دعشق دلیونتوب په ورانوسرکړپخپله مې له ځان سره په شرکړلوزړګی دغم بلا، بلا پيټي مې ټول کړل ورپه شا په ځان باندې مې دروندلکه دغرکړلو زړګیسبا به چېرته داسې دبل ښکلي تمه پرې شي که نن مې چېرته یوښګ...