راليږونکی : نبيله وفا
(ورک شناخت نظم )
هغه جنی څوک ده
چې هم زما غوندې ده د
خو زه ېې نه پیژنم
په تن یې سپینې جامې
ناسته په سپینه تيږه
سپينو اوبو کې خپلې لپې وهي
تاج یي د وخت په سر
د زلفو هر یو تار د فریښتو ټالونه
د هغه سپینه کوره راځي زما په لوري
ښاسته سپین ګلونه
ما له په لاس کې راوړي
سترګو کې زیرې لري
لکه چې څه د خوشحالۍ خبره
زما نه پټه ساتي
زه چې هغې ته ګورم
ماته محسوس داسې شي
لکه چې هغه زما ورک تصویر وي
زه ورته ګورمه حیران حیران
د اسمان څوکو کې یو سپین ټال دے
په هغه ټال کې مونږه دواړه زانګو
هم د مودو راهسې
لکه دوه غبرګې خویندې
خو زما سترګو کې حیرانه دنیا
د هغې سترګو کې مسکاه د ژوند
ما په دې سوال مجبورۍ
چې ستا نامه څه ده
خو هغه تل داسې جواب راکوي
ته زه یم زه ته ېې نه
30.08.2010
- عبدالرحیم هلال
زين پوښ
اوبه يې په كشري كې تويې كړې، څنګلې يې ورواړولې، څولپې اوړه يې له كندو راواخيستل ، مالګه يې پرې ودوړوله ، موڼى يې د كندو په خوله كې كيښود ، ور په زړه سو چې لا لا يې موچڼې غوښتې راولاړه سوه ، وچته ، وچته د دالان پر زينو نوي خونې ته وخته ، په كوڅيو پورې يې څاواره له ولي سره راواړوله، د كونجيو شرنګى سو ، كولپ يې خلاص كړ، تر غوټو لاندې كپۍ يې راوايستې ، كوړيپې سوې وې ،ژر ، ژر يې د پلو پيڅكه پرې تېره كړه ، لكه چې څنډې يې تر پام ككړې ورغلې، پلو ته يې ناڼې ور تو كړې كپۍ يې ټينګې...
02.09.2010
- عبدالرحیم هلال
ته بي وعدي شوې شوه ښکاره دغره له سره سپوږمۍ
بلا دي واخلم ته رانغلي شوه رابره سپوږمۍ
ددي په وړاندي دیوبل په یادکي څړیکي کوي
ددومینوزړونورازدی څڼیوره سپوږمۍ
له غرونو هاخوادي پري مینه په سلام ماتوم
هم دي دیدن هم ملاقات دی دزړه سره سپوږمۍ
څوک په اسمان وي څوک په مځکه خو په خپل کرامت
دمینانو رارسیږي ترځیــــــــــــــــــــــــــــــــــــګره سپوږمۍ
په اننګو يي تیروي دسپيـــــــــــنو وړانګــو ګوتــي
زه یم کمـ...