زين پوښ

اوبه يې په كشري كې تويې كړې، څنګلې يې ورواړولې، څولپې اوړه يې له كندو راواخيستل ، مالګه يې پرې ودوړوله ، موڼى يې د كندو په خوله كې كيښود ، ور په زړه سو چې لا لا يې موچڼې غوښتې راولاړه سوه ، وچته ، وچته د دالان پر زينو نوي خونې ته وخته ، په كوڅيو پورې يې څاواره له ولي سره راواړوله، د كونجيو شرنګى سو ، كولپ يې خلاص كړ، تر غوټو لاندې كپۍ يې  راوايستې ، كوړيپې سوې وې ،ژر ، ژر يې د پلو پيڅكه پرې تېره كړه ، لكه چې څنډې يې تر پام ككړې ورغلې، پلو ته يې ناڼې ور تو كړې كپۍ يې ټينګې ، ټينګې پرې وموښلې،  لكه بلاو چې پسې اخيستي وي سركنده راكښته سو ه، نژدې په سيرلي ورلويدلي وه ، په لا لا يې سترګې ولګيدې چې د چوترې په سر يې اودس وچول ،وشرميده  ، لالا د نوي خونې د بام پر ژۍ كاغۍ ته كتل نصوار يې تو كړو
- اشرپۍ! كه مرګي نه وم خوړلى ، له دا وارې  به پنځه كڅوړې زرغونې  مرۍ درته راوړم  ، سيكل ته مې دې داسې ښايسته زين پوښ جوړ كړى ، دا زرغونې مرۍ څومره ښې پكې ښكاريږي تاهسې  ويل زرغون رنګ دې ورك سي .
له ځانه سره وغونځيده : دا دې اوس څه ليبه رااخيستي ، ته يې په دا سپينه ږيره ، زرغون ځونډور پرتو ګاښ ګوره ....
- ادې دې خداى وبخښي زرغون رنګ يې ښـه نه ايساوه