لنـــډي کـــــــــیســي


دجراحې کېس /ع، رحیم هلال

وروسته له هغه چې د روغتون له خوا ډاکټر ته د یوې عاجلې جراحي پېښې په اړه خبر ور کړل شو ،په تېزۍ سره دروغتون په دروازه راننو ت .له ننوتو سره سم يې د سترګو په رپ کې ټاکلې جامې په تن کړې .دروغتون د جراحي څانکې ته په ننوتو سره يې په یو ه بوډا سړي سترګې ولګېدې ،چې دده راتګ ته پرې د انتظار هره شېبه د کال هومره تېرېده .دڅانګې په لوی دهلیز کې دبوډا داوا ز ازانګې خپرې شوې .      &nb

03.09.2012 – عبدالرحیم هلال

زين پوښ ،،لنډه کسه-----------ومان نيازى

زين پوښ اوبه يې په كشري كې تويې كړې، څنګلې يې ورواړولې، څولپې اوړه يې له كندو راواخيستل ، مالګه يې پرې ودوړوله ، موڼى يې د كندو په خوله كې كيښود ، ور په زړه سو چې لا لا يې موچڼې غوښتې راولاړه سوه ، وچته ، وچته د دالان پر زينو نوي خونې ته وخته ، په كوڅيو پورې يې څاواره له ولي سره راواړوله، د كونجيو شرنګى سو ، كولپ يې خلاص كړ، تر غوټو لاندې كپۍ يې  راوايستې ، كوړيپې سوې وې ،ژر ، ژر يې د پلو پيڅكه پرې تېره كړه ، لكه چې څنډې يې تر پام ككړې ورغلې، پلو ته يې ناڼې ور تو كړې كپۍ يې ټينګې

30.08.2010 – عبدالرحیم هلال

شپاړس كلنه لور------ومان نیازی

شپاړس كلنه لور        د اس په ورږو يې څو واره لاس راتېر كړ، دوه درى واره يې بياتي لكۍ ته ورواچوله كښيناست ، په هګيو لړلي پټۍ يې د آس د مخې پښې له ښي زنګانه راخلاصه كړه ، دزنګانه په سترګۍ يې لاس ورتېر كړ بيا يې ګردنۍ د كښې له خوا وروټكوله ، خلاص يې كړ ، آس په ښۍ پښه نګوښېده ، شان ته يې ورګډ كړ ، آس شونډك اوبو ته وروړ لكۍ يې اړخونو ته واړوله ، لري يې با په خرې سترګې ولګيدې ، غوږونه يې څك كړو  شيبه يې لاندې باندې ورته كتل له

30.08.2010 – عبدالرحیم هلال

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more