وروسته له هغه چې د روغتون له خوا ډاکټر ته د یوې عاجلې جراحي پېښې په اړه خبر ور کړل شو ،په تېزۍ سره دروغتون په دروازه راننو ت .
له ننوتو سره سم يې د سترګو په رپ کې ټاکلې جامې په تن کړې .
دروغتون د جراحي څانکې ته په ننوتو سره يې په یو ه بوډا سړي سترګې ولګېدې ،چې دده راتګ ته پرې د انتظار هره شېبه د کال هومره تېرېده .
دڅانګې په لوی دهلیز کې دبوډا داوا ز ازانګې خپرې شوې .
ولې دې په راتګ کې دومر ځنډ وکړ ،ایا ته نه پوهېدې چې زما د یوازینې او شرین زوی ژوند له کواښ سره مخ دی ؟؟؟
ایا ته خپل مسولیت نشې درک کولای ؟؟؟؟
ډاکټر موسک شو ،وبښئ زه په روغتون کې نه وم ، باور وکړئ ما په راتګ کې غفلت نه دی کړی ، زما چې څومره توان وو هومره ژر او په تیزۍ مې ځان را ورسول .
اوس هیله کوم چې ته غلی شې تر څو ستا له زوی سره په ارام سره وړ مرسته وکړای شم .
بوډا : آه غلی شم … که چیرته ستا زوی په دې حالت کې وای نو ته به غلی شوی وای ؟؟؟؟
که چیرته ستا زوی مړ شي نو ته به څه کوې ؟؟؟
ډاکټر بیا موسک شو ا و په ورو يې بوډا ته وویل : زه به تاته هغه څه ووایم کوم چې د خدای کتاب ویلې دي چې :((((له خاورو پيدا یو او بیرته به خاورو ته ځو ))))ډاکټر هیڅکله د چا ژوند نه شي اوږدولی . ولاړ شه او خپل زوی ته دي دوعا وکړه ،زه به هڅه وکړم چې ستا دزوی په ژغورلو کې دخپل توان په اندازه مرسته وکړای شم .
بوډا : په داسي حالت کې مشوره چا ته ورکول چې په خپله پرې نه وي تیر شوې ډیره اسانه ده .
دبوډا د زوی عملیاتو څو ساعتونه وخت وغوښت . له هغه وروسته ډاکټر د عملیاتو له خونې په خوشحالۍ سره راووت ، او په موسکا يې بوډا ته وویل ،مبارک شه ستا د زوی ژوند وژغورل شو
پرته له دې چې د ناروغ د پلار خبرو ته غوږ کیږدي زیاته يې کړه ،که دي د زوی په اړه پوښتني لرې هیله کوم چې له نرس څخه مالومات تر لاسه کړي ،بې له ځنډه له جراحی څانګي څخه ووت
بوډا : واه خدایه داڅومره مغرور ډاکټر دی ایا دی دمره وخت نه لري چې زه مې د زوی په اړه ترې وپوشتم
د جراح ډاکټر له وتو سره سم د عملیاتو له خوني نرس په داسي حال کې راووت چې سترګې يي له اوښکو ډکي وې دناروغ پلار ته يې وویل :
له بده مرغه زموږ دډاکټر زوی تیره ورځ دیوې ترافیکې پيښي له امله له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړي
کله چې موږ ورته ستا د زوی د ژوند د ژغورلو خبر ور کړ په هدیره کې وو .
اوس ستا دزوی ژوندوژغورل شو ډاکټر ځکه په تیزۍ سره ووت چې دخپل زوی دخښولو مراسم پای ته پای ته ورسوي