درنو لوستونکو سلامونه او نیکی هیلي مي ومنئ
دادی ستا سودخوښي لپاره مو په هلال بلوګ کي دغوره چاڼ بیتونو په نوم څانګه جوړه کړه هره جمعه به ستاسوراغلي بیتونه درته خپروو، البته دیوه شاعر.
راتلونکي جمعي ته دنوموتي شاعر کاروان صیب شعرونه داړیکوله لاري راواستوئ
باید خوشاله وای په دي چي یاردي بیا راغلی
خوماژړل چي بیا به څه کوم که بیاروان سو
--------------------
نه زماله خیاله وزې نه مي ته سي هیرولی
ځه پخلابه سو جانانه زه هم ستړی ته هم ستړی
------------------
بیلتانه دي دهر چا په غم شریک کړم
یاردبل درومې اوزه ورپسي ژاړم
-------------------
زه خو داوښکي په رنګ ولویدمه ستاله سترګو
ته مي دکسي غوندي اوس هم په لیمه کي اوسي
--------------------
ایرې ایرې وجود به زه څنګه درورسوم
جوړه ترتا پوري پر باد باندي بالا لاره ده
-----------------
راګرزیدی نسمه بیرته دخپل ځان وخواته
ما بیخي ډیره موده ستا په لوردی کړی سفر
-----------------------
زمادپښوپه سپيرو تلو کي یي کیږي توهین
نور به پّه سترکو کي اغزي ستادکوڅي ګرزوم
-------------------------
لږساعت مخ راځخه مه اړوه
ستا په بارخو زمانظرویده دی
-------------------------
دسروزروپه چاړه باندي مي وزني
دښمنان دي خو عزت راکوي بیاهم
--------------------
ځوک مي راتګ ته اوس لاس نه سره کوي
په شان دخوارو داخترسومه زه
-----------------
دلمروجنګ ته به ملګري ما یوازي لیږي
بل که راځي نوهم سایي غوندي تر شابه راځي
----------------------
څومره ارزانه دي سودا کړ بی وفالالیه
دوطن خاوره دبابا دهدیري کرځونه
-----------------------
نن ورځ مي مه ګوره چي نه لرم ډيوه په کور کي
کړي دي ماهم دسپوږمۍ په زنګانه خوبونه
---------------------
ستا لیڅي مي تر غاړه وې چاپيره یوه شپه
ستاشونډي مي پر شونډو وې برسیره یوه شپه
-------------------------
پښي يي په خپله مځکه خښي لکه ونه نه کړي
پردي وطن ته په روزي پسي ساده روان دی
-------------------
دا ستادکږو وریځودهلال په برکت
په مادی مهربانه اختر هره ورځ راځي