ټکی نه لرودتوروموقحتي ده
هله ژرشه ملالۍ کلی ته راشه
ته په خپل معصوم وزرکي اوبه راوړه
سندرماري توتکۍ کلي ته راشه

احساس راووه دټپوژبه رازده کړه
دردموشته خوموږسندري هیري کړي
شمله ورزلمي مولاس ترزنه ناست دي
جرګي شته خوموږخبري هیري کړي

رودټپي دی پکی وینی په څپودي
دّ‏ځوانانواندامونه اوبوراوړل
دګودرټوله صحراپه وینوسره شوه
له بنګړوډک مړوندونه اوبوراوړل

ملالۍدکلی غبرګي سترګي تاته
ته اودی خودیوبل له زړونوجوړواست
ملالۍ یوځل له توروخاوروپاڅه
له باتوروننګیالیووروڼوجوړواست

سپین جومات مودباروتولوګوتورکړ
څوناترسوموښایسته امام شهیدکړ
چی به موږه اقتداپسی کوله
خدای ناترسوموهغه امام شهید کړ
 
دسپین ږیرویی دي خولي پلسترکړي
دځوانانویي په تیغ غاړي پري کړي
ستا همزولي یي په سپیودي داړلي
په زانکوکي ماشومان یي دي و‌ژلي

ملالۍ راشه لږژرراپيښه وکړه
زرغونه شه احمدخان درسره راوړه
بیاموکلی سرولمبوپه سراخیسی
یانازوشه میرویس خان درسره راوړه

چیرته بیاکه ته له ورایه راشکاره شي
 په والله زلمي به ټول په ګډاراشي
ددشمن واړه سپرطاقته به مات شي
په اسمان به ابابيل په ګډاراشي

ته دنورفرښتویووړي جنتي شوي
خوستاواړه کلیوال خواران حیران دي
یوځل بیا په تورزندان دي کښیوتلي
چي په سردمځکي واړه دوزخیان دي