دزړه پرهرکې مي ستا درد او یاد ودان  دي  راته

زه یم یوازې مګر دوى  دواړه  یاران  دي  راته

 وختونه تېرشول بلا ډېر څه  مو تر شا پرېښودل

هر څه اسان دي مګر ستا هېرول ګران دي راته

 په بېرته تللودي له ځانه سره هرڅه  یوړل

يوازې پاتې خو دي بیالیده ارمان دي راته

موږبه یوځای شوكه خدای غرونه په سیندونو یوسی

لکه اغزنه كرښه دوی ولاړترمیان دي راته

جانانه ! ستایادونه هم بې له مانه دي خوشحال

چې څومره لاړشي هومره بېرته راروان دي راته