ستا له سترګو خداى شته چې د ډېرو خلکو خيال ساتو
مينه خو يو بېل جهان دى دې کې بلا فام کوو
چا سره مو څه کار دى ستا قدر به يې نه وي زده
مونږ خو په والله په دوه لاسي درته سلام کوو
راشه خېر دى بې له تا والله که د ژوند خونده وي
جار دي شمه ته چې يې بس ژوند ښه په ارام کوو
ستا سترګو ته لار څارو او ته مو يې ارمان ارمان
يه لاليه ! ټوله شپه شوګير درته په بام کوو
هلته حالات ښه نه وو چې کډې مو رابار کړلې
دلته دا څو شپې (هلاله) هسې له ناکام کوو
30.08.2010
- عبدالرحیم هلال
لکه شبنم دګل په پاڼو کي رغښـــــــــــــــــــتلی جـــــانان
سم لکه اوښکه په لیمو کي مي نغښتــــــــــلی جانان
دزړګي وینه رسوم دپرهرڅړیـــــــــــــــــــــــــــکوپســــي
خوږه نغـــــــــــــــــــــــــــــمه ده درباب له تار وتلی جانان
لکه درودلکه دوعا لکه ایتی کرســـــــــــــــــــــــــــــــي
دسپين ایمان په شاني ګران راته سپيــــــڅلی جانان
دی که مي نوم هم چیرته نه اخلي په تشـــــــــــه خولګۍ
په ما خوګران دی ما په لوی الله سپـــــ...
30.08.2010
- عبدالرحیم هلال
دزړه پرهرکې مي ستا درد او یاد ودان دي راته
زه یم یوازې مګر دوى دواړه یاران دي راته
وختونه تېرشول بلا ډېر څه مو تر شا پرېښودل
هر څه اسان دي مګر ستا هېرول ګران...