لکه شبنم دګل په پاڼو کي رغښـــــــــــــــــــتلی جـــــانان

سم لکه اوښکه په لیمو کي مي نغښتــــــــــلی جانان

دزړګي وینه رسوم دپرهرڅړیـــــــــــــــــــــــــــکوپســــي

خوږه نغـــــــــــــــــــــــــــــمه ده درباب له تار وتلی جانان

لکه درودلکه دوعا لکه ایتی کرســـــــــــــــــــــــــــــــي

دسپين ایمان په شاني ګران راته سپيــــــڅلی جانان

دی که مي نوم هم چیرته نه اخلي په تشـــــــــــه خولګۍ

په ما خوګران دی ما په لوی الله سپــــــــــــــارلی جانان

اخیرتر منځ مو فاصلې شوي لکه مځــــــــکه و اسمان

(هلاله)چیرته یي اوس ته اوچیرته تلـــــــــــــــــلی جانان