سندره
پسرليه
ارشد خليل
د امن زيرے راوړه پښتونخوا ته پسرليه!
کورونه، مکتبونه مو تالا دى ګلاليه!
سرۀ سرۀ ګلونه واکړه او دا ښکلې په خندا کړه
زمونږ زړونه، فکرونه او جذبې ټولې رڼا کړه
دا کرکې، نفرتونه او کينې واړه صفا کړه
او دنيا سره سياله دا ښکلې پښتونخوا کړه
شعور را کښې پېدا کړه
غيور را کښې پېدا کړه
د امن زيرے راوړه پښتونخوا ته پسرليه!
کورونه، مکتبونه مو تالا دى ګلاليه!
چې زړونه موزخمى دى، ګرېوانونه مو تار تار دى
د شر او فساد غرونه زمونږ په اوږو بار دى
زمونږ زلمى، جونه بس هم ستا په انتظار دى
د غرونو کليوال دى که ښاريان دى ناقلار دى
خوشحاله پښتونخوا کړه
سوکاله پښتونخوا کړه
د امن زيرے راوړه پښتونخوا ته پسرليه!
کورونه، مکتبونه مو تالا دى ګلاليه!
تيارې ورکې د شپې کړه سپين د امن سحر راوړه
زمونږ سترګو له نوے ژوند ښکلا د نظر راوړه
دې جنګ زپلى قام له مې د امن خبر راوړه
ارشده! په خپل شعر کښې دې بيا نوے هنر راوړه
وطن رڼا رڼا کړه
ګلشن کښې ويخ سبا کړه
د امن زيرے راوړه پښتونخوا ته پسرليه!
کورونه، مکتبونه مو تالا دى ګلاليه!