فوجي (فوځي) په خېټه کې دې بچي.
فوجي زمونږ سره کار کاوه. د فوجي خپل نوم څه و د هغې نه زه هم نه وم خبر، خو هغه به خلکو په فوجي نوم باندې یاداوو.
فوجي په تن باندې چاق و، خېټه یې ډېره غټه وه، خولۍ به یې په سر وه، چاینه چپلکې به یې په ښپو وې. هغه به زمونږ سره د وریژو کار کوو، هره غرمه به یې ډوډۍ له مونږ سره خوړله، له غرمې نه بعد به یې د ورېژو رېړۍ (کراچۍ) روانه کړه او G-25 سټاپ (چوک) ته به روان شو. درې کیلو ورېژې به یې وړلې او ماښام به واپس راته، زما پلار به ورته شپېته اوویا روپۍ دیاړي (مزدوري) ورکوله.
هغه به ویل چې دوه لکه روپۍ راسره په کور کې پرتې دي. نو کله چې به ورته ما اویل چې تا سره په کور کې دوه لکه روپۍ پرتې دي نو ته بیا ولې په شپېته روپو باندې کار کوې، په دومره غټه تنه باندې دې دا رېړۍ روانه کړي وي او خلک درپسې چغې سورې هم وهي. نو ما ته به يې اویل چې دا زما شوق دی، او د خلکو په چغو باندې به ورته ډېر قهر ورته، ویل به يې چې د دوۍ خو میندې......... شوي دي، د دوۍ مور ګانې ما.............. دي، دوۍ خو د........... ځامن دي.
فوجي چې به کله په لار باندې روان و نو ماشومانو به ورپسې رقم رقم چغې وهلې لکه، فوجي په خیټه کې دې بچي، فوجي ستا چرګه ما چیچي، او نورې چغې به یې هم ورپسې وهلې. فوجي له به په دې چغو باندې ډېر قهر ورته، او ډېرې مردارې مردارې ښکنځلې به يې ورته کولې. هغه لیونی نه و خو خلکو ترېنه لیونی جوړ کړی و، په سټاپ کې به هم ورپسې کلینډرانو او ډرایورانو چغې وهلې، او هلته به ورته خلکو اټهاره بهاره (اتلس دوولس) ډېر ویل چې هغه له به پرې ډېر قهر ورته، اټهاره بهاره هلته د یوې مزدې (ګاډي) نوم و چې ډېر بیکاره ګاډی و.
د فوجي په زړه باندې د واده ډېر ارمان و، هغه به ویل چې په ژوند کې مې هم دغه یو ارمان دی چې واده وکړم، خو هغه به خلکو ته لیونی ښکارېده نو ځکه ورته چا لور خور نه ورکوله، د فوجي وړو وروڼو هم ودونه کړي و چې غټ غټ ځامن یې درلودل خو د هغې لپاره به یې کوښښ نه کوو او یا به یې کړی و خو چا به ورسره خپلوي نه کوله. ځکه چې د هغې له کوره زه نه وم خبر، نو ځکه ماته پته نه وه چې د هغې په کور کې دننه څه حال دی.
یوه ورځ فوجي د وریژو نه پیسې کمې کړې وې نو زما پلار هم ورته دیاړي کمه ورکړه، د هغې ورځ په سبا باندې فوجي له کار څخه انکار وکړو، ویل يې چې زه نور کار نه کوم، تاسو ماله دیاړي کمه راکړې ده.
دوه درې اونۍ بعد مې بیا ولیدو چې د پلار خواله مې راغلی و او کار یې ترینه غوښت، زما پلار ورته اویل چې مونږ ستا ګټې ته نه یو ناست چې ته به یې یو مونږ له ګټې او مونږ به یې خورو، دا خو ما ته په کار باندې ځکه اخیستی وې ما ویل چې زه خو ځان له به یو څو روپۍ وګټې خو تا په هغې کې هم لته وهله. خواخر د فوجي په ډیرو زارو باندې زما پلار هغه له بیا کار ورکړو.
بیا څه وخت پس زه پېښور ته لاړم، د پېښور نه یو کال بعد چې کراچۍ ته راغلم نو فوجي مړ و، په هغه کې کینسر مرض و، د هغې له لاسه هغه مړ شوی و، زړه مې ورباندې ډیر ودردیدو، د هغې دا یوه خبره به ماته هر وخت یادیده چې ویل به يې: په زړه مې ډیر غټ ارمان دی چې واده وکړم، او د ماشومانو دا چغې چې په هغه پسې به يې وهلي: فوجي په خیټه کې دې بچي.
د جوزا درېمه، ۱۳۸۹