له ډېرو ورځو څخه په کار پسې ګرځېدم، تر څو ځانته کار پيدا کړم، چې خپل ضروريات ورباندې پخپله پوره کړم.

نور کارونه مې  داسې صيي نه و زده، خو د کتابونو په کمپوزنګ کې ډېره تکړه يم، ډېر کتابونه مې کمپوزنګ کړي دي، غوښتل مې چې تر څو ځانته د کمپوزنګ کار برابر کړم، نو ځکه له ډېرو ورځو څخه ګرځېدم، دهمزنګ، سينما پامير، کارته پروان، چوک، کوټه سنګي، چار راهي صدارت او دا خوا و شا ټول ځايونه مې وکتل او په هر ځای کې چې به مې مطبعه ليده نو ورتلم به، له هغو سره به مې خبره کوله که کمپوزر درته پکار وي او کو ما له داسې کار راکوۍ نو زه به يې درله کوم، خو هيچ چرته مې کار پيدا نکړو.

هغه بله ورځ چار راهي صدارت ته لاړم، هلته د مطبعو دوکانونه ډېر دي، ما ويل هلته به چرته کار پيدا کړم.

په چار راهي صدارت کې يو مارکيټ نه ورننوتم، هر يو دوکان ته به ورتلم او د کمپوزر خبره به مې کوله خو، هغو به راته وويل چې مونږ ته ډيزاينر پکار دی، کمپوزر نه، خپل يو کارت به مې ورکوو، ورته به مې وويل، که کله مو ضرورت پيښ شو نو په دې کې زما شمېره، ايمېل او ادرس شته.

په همدې مارکيټ کې درېم دوکان و چې زه ورته ورننوتم، په دوکان يو ځوان هلک د کمپيوټر مخې ته ناست و، په کورل ډرا کې څه ډيزاين جوړاوه، ما ورسره روغبر وکړ، هغه راته د کېناستو ست وکړ او زه په يوه چوکۍ باندې کېناستم، پښتون هلک و، ډېر ښه اخلاق يې لرل، ما ورته خپله خبره تکرار کړه چې د کمپوزنګ په کار پسې راغلی يم، که غواړۍ چې معاش راته راکوۍ او ستاسو سره دلته د کمپوزنګ کار کووم، نو هم  مې خوښه ده او که غواړۍ چې ماته د کمپوزنګ کار راکوۍ او زه يې درته په کور کې کوم، نو هم مې خوښه ده.

هغه هلک راته وويل چې دلته مونږ د يو ډيزاينر ضرورت دی، که ډيزاينينګ کولی شې، نو صيي ده زمونږ سره کار کوه، ما ورته وويل چې زه ډيزاينينګ نشم کولی، خو کمپوزنګ کې ډېر تکړه يم.

هغه راته وويل چې ياره خپه کېږي به نه، خو مونږ کمپوزر ته ضرورت نه لرو، ما ترې وپوښتل چې دلته د کمپوزنګ کار نه راځي، هغه راته وخندل، او وې ويل، پرېږده يره، مونږ له دې کانديدانو څخه پوزې ته راغلي يو، ته راباندې اوس کمپوزنګ هم کی.

(د سرطان ۱۶ مه، ۱۳۸۹ لمريز)