ما چې به د دې ملک حالات ليدل، نو ړزه به مې ډور ځورېدو، دا چاودنې، دا جنګونه، دا غريبي، دا د اولس ستونزې، داسې ډېرې ستونزې په افغانستان کې شته، بلکه افغانستان ټول د ستونزو څخه ډک دی.
دا مات سړکونه، دا وران وېجاړ کورونه، دا بېکاره خلک، دا د روغتونونو نشتوالی، د فابريکو نشتوالی او داسې نورې ډېرې ستونزې. زما زړه به يې دې ته هڅو چې د خپل اولس لپاره د خپل ملک لپاره يو څه وکړم، خو څنګه يې وکړم، په دې نه پوهېدم.
له دوستانو سره چې مې دا خبرې شريکې کړې نو هغوۍ راته مشوره راکړه چې انتخاباتو ته ودرېږه، تر څو د اولس خدمت وکړې، زه هم پارليماني انتخاباتو ته ودرېدم، او په ډېرو رايو باندې کامياب شوم، تر څو مې لاسونه د دې لپاره چمتو کړل چې د خپل خوار او ځوريدلي اولس لپاره څه د وړ کارونه وکړم.
ما د خپل وس په مطابق ډېر کارونه وکړل، خلک له ما څخه ډېر خوشاله شو، او په راروانو انتخاباتو کې چې د ولسمشر د ټاکلو لپاره و، ما هم برخه واخيسته. انتخابات شروع شو، او خلکو ماله ډېرې رايې راکړې، ځکه چې خلکو زه د دې وړ بوللم چې د ولسمشر په چوکۍ کېنم.
کله چې زه ولسمشر شوم نو اول کار مې دا وکړو چې د فابريکو په جوړولو مې پېل وکړ، نورو هېوادونو ته مې خواست وکړو چې راشۍ او زمونږ پر هېواد کې پيسې مصرف کړۍ، تر څو ستاسې هم فايده وشي، او زما د خوار اولس هم فايده وشي. ګاونډي هېودونه راغلل، او زمونږ پر هېواد کې يې فابريکې جوړې کړې، نورو اروپايي هېوادونو هم په دې کار کې برخه واخيسته، هېواد د پرمختګ په لور باندې چټک ګامونه اخيستل، خلکو ته روزګار پيدا شو، هر لوستي او نالوستي ته د کار زميمه پيدا شوه، څوک بېروزګاره پاتې نشو، هاغه خلک چې په غورونو کې اوسېدل نو هغوۍ ته مې هم دعوت ورکړ چې راشۍ او د خپل هېواد د پرمختګ په لور کې برخه واخلۍ، پرېږدۍ دا جنګونه، پرېږدۍ دا ناوړه غېرتونه، اسلحه وارتوۍ او د پرمختګ په لورې روان شۍ، تر څو نورو هېوادونو ته خپل ځان د يو سيال په شانې وښايو، نه چې د ټوپک مار په نامه باندې ياد شو.
له دې کارونو څخه وروسته مې د مکتبونو او روغتونونو کار ته مې مخه کړه تر څو دا ستونزه هم زر حل شي، غټ غټ روغتونونه او مکتبونه مو جوړ کړل، او هرې ولسوالۍ او هر کلي ته مو روغتونونه او مکتبونه ورسول، تر څو د هېواد خلک ترې ګټه واخلي، او نور خلک ونه ځورېږي.
د سړکونو په جوړولو کې مو کار وکړو، تر څو د ملک سړکونه پاخه او پراخه شي، چې خلک پکې په ساعتونو نه يي ولاړ، او خلک ته ستونزې نه پيدا کېږي.
بيا اخرنی او له ټولو نه غټ کار چې کوم و، هغه د ملي اردو، او د مامورينو و، او د هاغو کسانو چې په دولت کې يې دندې لرلې، چې دا خلک له رشوتونو او خپلولۍ څخه خلاص کړو، په دې مو کار شروع کړو، مامورينو ته مو معاشونه زيات کړل، ملي اردو ته مو هم معاشونه زيات کړل، چې د رشوت اخستلو څخه توبه ګار شي، دوۍ ته مو دومره معاشونه ورکړل چې د دوۍ ژوند په پرمختګ باندې يوسي، او نور زمونږ پر ملک کې رشوت او خپلولي ختمه شي، خدای پاک زمونږ پر دې کار کې هم برکت واچاوه او دا مرض زمونږ له هېواد څخه ختم شو، له دې ټولو کارونو څخه چې ما د خپل هېواد د ودانولو په لړ کې وکړل، او هېواد ډېر پرمختګ وکړل، د نړۍ خلک مونږ ته ګوته په خوله باندې حېران ولاړ و، چې دا دوۍ په دومره لګ وخت کې دا څومره پرمختګ وکړو، ځکه چې چا داسې تصور هم نه کوو چې افغانستان به داسې يو ملک شي چې په نړۍ کې د يو اتل په نامه باندې پېژندل کېږي.
کله چې په هېواد کې ارامي راغله او زمونږ هېواد يو تاريخي هېواد شو، نو بيا ما غوښتل چې له خپلو همسايه ملکونه سره خپل روابط ښه کړم، او له دوۍ سره د پرمختګ په اړه باندې خبرې اترې وکړم.
اول زه د پاکستان هېواد ته په دولتي سفر باندې روان شوم، کله چې د کابل هوايي اډې څخه الوتکه پاڅېده او روانه شوه، نو د پاکستان په سرحدي سيمه کې په الوتکه کې څه ستونزه رامنځته شوه او الوتکه مخ پر مځکه ولوېدله، د يو ډېر غټ غږ سره الوتکه پر مځکه باندې ولوېدله او يوه دهماکه يې وکړله، دلته له کټ څخه ښکته په مځکه راولوېدم او سم له واره له خوب څخه راوېښ شوم، بيا چې مو وروسته د خوب په اړه چورت اوواهه او هغه ټول څه چې راسره تېر شوي و هغه مې بيا راياد کړل، نو حېران پاتې شوم.
کمبله مې له ځان څخه راتاو کړله او يو ځل بيا د خوب نړۍ ته لاړم، خو له خوب څخه مخکې مې دا خبره له خولې څخه راووتله چې کاش کې زه هم ولسمشر وای، نو په ريښتيا به مې د اولس خدمت کړای وای.
((د سرطان ۲۲مه، ۱۳۸۹ لمريز))