عاطف يو ذهين او معصوم ماشوم و، خو په دې کې يوه بدي وه چې ډېر زيات درواغ به يې ويل. اوس خو يې دا عادت دومره پوښ شوی و چې په وړو وړو خبرو باندې به يې درواغ ويل. اوس د پرون خبره واخلئ، د رضيه خاله نه پيسې ورکې شوې وې، عاطف په ډېرې تادۍ سره چرته په څه کار پسې روان و. رضيه خاله ترې پوښتنه وکړه نو ده ورته د بشيرا نوم واخيست. هغه ته پته وه چې د رضيه خاله او د بشيرا يو بل سره نه لګي. هغه خو لاړ خو د رضيه خاله او بشيرا په مېانځ کې داسې جنګ تود شو چې خدای مو ترې ساته. خبره وهلو ټکولو ته ورسېده نو د کوڅې خلکو دواړه خلاص کړل او بشيرا يې پوليس ته ورکړو. خبره چې لږه سړه شوه نو پوليسو تحقيقات وکړو او بشيرا بېقصور وختو، نو هغه يې پرېښوست. نو داسې د عاطف يو درواغ يو بې ګناه زندان ته ورسوو.

د عاطف مور و پلار ډېرکوښښ وکړو چې عاطف د دې عادت نه واړوي، خو هيڅ فايده يې ونشوه او بيا هغو عاطف پخپل حال باندې پرېښوستو.

بسنت ((د هندوانو يو رسم دی چې په پاکستان کې هم خور شوی دی، او خلک پکې باديوې الوزوي ، او ډېر خلک پکې د بامونو څخه راولېدلي هم دي – ژباړن)) نزدې راروان و. د دې مور و پلار هغه ډېر پوهه کړو چې په دې ځان مرګې لوبه کې حصه وانخلې. اول خو هغه ومنله خو بيا چې ورته خپلو ملګرو اويل: "ياره! ته خو ډېر بزدله يې، ستا مور و پلار به تاته هله په قاريږي چې کله هغو ته پته ولګيږي، ته څه بهانه جوړه کړه او ماښام اووه بجې د علي کور ته ځان راورسوه، مونږ ټول به هملته يو". نو هغه راضي شو.

د بسنت په ورځ باندې عاطف په ډېره ايره کې و، هغه ځان تيار کړو او د مور خواته لاړی ورته يې ويل: "مورې! سبا زما امتحان دی، زه د علي کره د هغې تيارۍ لپاره ځم، ناوخته کيدی هم راباندې شي".

له مور څخه يې اجازت واخيست او د علي کور ته لاړ. علي ټول ملګري ځان سره کړل او بام ته وخوت، د دوۍ سامان له مخکې نه موجود و. علي په جګ غږ باندې ټيپ ولګوو او ټولو باديوې الوزولې. ناڅاپه يوه باديوه راوشلېده او د دوې خواته روانه وه، علي وويل: "عاطفه! د دښمنانو باديوه راروانه ده، دا پخپله قبضه کې اخيستل پکار دي".

دا اوريدو سره عاطف باديوې نيولو پسې منډه کړه، علي چې وکتل چې عاطف په باديوې پسې د بام اخري سر ته ورسيد نو د هغې نه ساه لاړه. هغه عاطف ته ډېر غږونه وکړل، خو د ټيپ غږ ډېر جګ و نو هغې وانورېدل. په هماغه ساعت هغه ښکته ولوېد، د کوڅې خلکو هغه اوچت کړو او روغتون ته يې ورسوو،‎‎ علي د دې کور ته زنګ اووهه او د حال نه يې خبر کړل.

د عاطف ښپه ماته شوې وه، هغه چې کله په هوښ کې راغلی او خپلې مخې ته يې مور و پلار وليدل نو په ژړا شو.

ومو ليدل ماشومانو! د درواغو له لاسه عاطف او د هغې کورنۍ ته څومره ستونزې پيدا شوې. د دې لپاره تاسو ته هم پکار ده چې له درواغو ويلو څخه ځان وژغورئ.