احمد او عطا دوه ورونه په يو مکتب کې درس وئ، احمد په درېم ټولګي کې او عطا په دوېم ټولګي کې دی، دواړه ډېر ښه ماشومان دي، د مشرانو ادب کيي او په مکتب کې چې ورته ښوونکې څه وۍ نو ښه په شوق سره يې اوري او عمل ورباندې کيي.
يوه ورځ د رخصتۍ نه بعد دواړه کور ته روان و. په لاره کې يې يو سپی ولېدو چې د ولږې او تندې له لاسه بې حاله شوی و، د دې ژبه بهر ته راوتې وه، احمد عطا ته اويل: وروره! اوګوره سپی څومره کمزوری ښکاري.
عطا ورته ويل: او داسې ښکاري لکه چې ډېر وږی تږی دی. د دواړو په سپي باندې زړه وسوځېدو، احمد ويل: نن مونږ په مکتب کې هغه ډوډۍ نه ده خوړلې کومه چې مور راکړې وه، ولې نه چې هغه سپي له ورکړو. عطا هم ورته او وکړو او زر زر يې خپل د ډوډۍ بکس له بکسې څخه راوويستو او دواړو خپله ډوډۍ په يوه کاغذ باندې واچوله او د سپي مخې ته يې کېښوسته. سپي زر زر ډوډۍ خوړله او پورته به يې دواړو ورونو ته د مننې په خاطر کتل، عطا د خپل اوبو د بوتل څخه ورته اوبه هم ورکړې، سپي ښه په ډکه خېټه ډوډۍ اوخوړه او بيا يې ورپسې اوبه وڅښلې او بيا احمد او عطا هم خپل کور ته روان شو. ماښام د دوۍ پلار چې له دفتر څخه راغی نو ډېر ستړی و، هغه احمد ته غږ کړ او ورته يې ويل: بچيه! ما نه تېروتنه وشوه او د خوراکه فروشۍ والا ته مې پيسې ورنکړې، هغې ته دا پنځه سوه روپۍ ورکړه.
احمد د پنځه سوه روپو لوټ په جيب کې واچوو او عطا يې له ځان سره کړ او د دوکان پر لور باندې روان شو. خوراکه فروشي لږه لرې وه هغه دواړه په يوه تنګه کوڅه باندې روان شو، کوڅه په دې وخت کې خالي وه. هغوۍ ايله د کوڅې مېانځ ته رسيدلي و چې شاته نه ورباندې يو هلک ورغږ کړ: "ودرېږئ! " هغو چې شاته وکتل نو يو هلک د دوۍ خواته راغی او د وېرولو په غږ کې يې ورته ويل: "څه چې تاسو دواړو سره دي شابئ راوباسئ، ګنې وژنه مو" هغې د احمد په مرۍ لاس کېښوست. احمد او عطا دواړه د ويرې له لاس په رپېدو شو.
احمد له جيب څخه پيسې راويستې چې په همدې ساعت کې هماغه سپی چې هغو ورته ډوډۍ او اوبه ورکړې وې په منډه باندې راروان و، او هغه غل ته يې په غپا باندې شروع وکړه او بيا يې ورباندې ورټوپ کړې د خوړلو لپاره. غل د سپي په دې ناڅاپه راتګ باندې ډېر ويدېدو او د خپل ځان خلاصولو لپاره يې منډه کړه. سپي هغه تر ډېره پورې په منډه کړو او کله يې چې هغه له کوڅې څخه بهر کړو نو بيا واپس د دواړو ورونو خواته راغی، خپله لکۍ يې خوزوله او د دوۍ ښپې يې څټلې، شايد هغې اوس هم له دوۍ څخه مننه کوله.
وموکتل ماشومانو! احمد او عطا خپله ډوډۍ يو سپي له ورکړې وه او هغه سپي دا دواړه د يو غل څخه خلاص کړل. تاسو هم که کوم ماشوم يا ځناور وږی يا په بله ستونزه کې اووينئ نو د هغې مرسته وکړئ. خدای ته دا ډېر خوښ دی.