په دې ورځو کې ما په اين پور اډه (د بسونو اډه) کې د ورېژو کار کاوه. ما به سهار په ريړۍ (کراچۍ) کې ورېژې راوړلې او غرمه به واپس کور ته تلم.
د لسو يوولسو بجو په وخت کې به يو خيراتي زما خواته هره ورځ راته، ما به ورته روپۍ دوه روپۍ ورکولې. دوه ورځې هغه رانغلى، په دوېمه ورځ باندې چې ما ريړۍ (کراچۍ) روانه کړې وه او کور ته روان وم. د فقير کالونۍ نه به زه په کوڅو کوڅو کې کور ته تلم. د اولې کوڅې نه چې تېر شوم، دوېمې کوڅې کې يو کور ته خلک راغونډ و، د پوليسو يو ګاډی هم ولاړ و. زه چې خواته ورورسيدم نو د يو هلک نه مې پوښتنه وکړه چې دلته څه چل شوى دى. هغه راته اويل چې دلته په دې کور کې يو بوډا خيراتي اوسيدو، هغه مړ شوى دى.
هغه هلک ته نور د څه پته نه وه. بيا ما د هغې بوډا يو ګاونډي پيدا کړو، د هغه نه مې د بوډا په باره کې وپوښتل نو هغه راته اويل چې دا بوډا خيراتي د ډېرو کلونو راسې دلته اوسيده، خپل خپلوان يې نه و، خيراتي و هر سهار به له کوره وتو او تر ماښامه پورې به يې خيرات غونډاوه. پرون مړ شوى دى، نن ترينه مونږ خبر شو نو بيا مو پوليس ته خبر ورکړ، پوليس راغلل او د کور تالاشي يې واخيسته اوس يې امبولانس ته زنګ وهلی دی چې دا مړی پکې يوسي.
سبا له مې پر ورځپاڼه کې د هغې بوډا پر حقله خبر وليد. ورځپاڼه مې راونيوله او د څه ځنډ نه وروسته چې ورته وزګار شومه نو بيا مې ورپکې د هغې بوډا خيراتي خبر ولوست، ليکلي يې وو چې په فقير کالونۍ کې دوه ورځې مخکې يو خيراتي مړ دى او پرون يې خلکو ته د مرګ پته ولګيده. د کوڅې خلکو پوليسو ته خبر ورکړ، پوليسو د بوډا مړى ايدهي ته واستاوه. ډاکترانو د بوډا د مرګ علت لوږه وښوده او زياته يې کړه چې بوډا د ډوډۍ نه خوړلو له امله مړ دى. بوډا خيراتي څلور څلوېښت کاله عمر درلودو او د لسو کالو نه په دې کوڅه کې مېشته وو.
تر دې ځايه پورې چې ما خبر ولوست نو څه خاص خبره پکې نه وه، خو د خبر اخرنۍ کرښه چې ما ولوسته نو زه د حيرانۍ دلاسه ګوته په خوله پاتې شوم. ليکلي يې و چې پوليسو د بوډا خيراتي په کور کې د يو بالښت نه پنځه لکه روپۍ برامد کړي دي.
د حمل ٢١مه، ١٣٨٩هـ