د جمعې په ورځ باندې سينما پامير ته روان وم، ملي بس له خلکو څخه ډک و، زه هم پکې ولاړ وم، کله چې بس باغ وحش ته ورسېد، نو نيمايي خلک له بس څخه کوز شول، چوکۍ خالي شوې نو زه هم په يوې چوکۍ باندې کېناستم، نو چې بهر ته مې خيال وکړو، د باغ وحش په وره باندې دومره ګڼه وه چې سم د ميږانو پشانې ورته دا خلک ولاړ و ټکټ اخيستلو لپاره، زه هم ورکوز شوم، نيم ساعت په دې ګڼه کې زه هم ولاړ وم او د نيم ساعت نه پس د ټکټ پر اخيستو کې بريالی شوم.

دننه چې ننوتم نو اول خو مې ټول باغ وحش وکتو، ما ويل تر څو دا لس افغانۍ حلالي کړم، ازمری، شادوګان، ګېدړ، اېږه، وزه، خنزير، کوترې، ‌طوطيان او نور ډېر ځناور مې وليدل، بيا مې چورت اووهو چې د خلکو تاثرات واخلم، نو په پښتنو پسې مې لټون شروع کړو، ځکه چې په دري باندې زه صيي نه پوهيږم.

يو کس مې رايسار کړو چې غټ پټکی يې وهلی او واسکټ يې په غاړه باندې اچولی و، له هغه څخه مې وپوښتل چې نوم دې څه دی او د کوم ولايت يې، نوم مې شاه زمان دی او د وردګ ولايت يم.

ما ترې ډېرې پوښتنې وکړې نو هغه راته څرګنده کړه چې زه دلته په برچي کې اوسيږم او نن د جمعې په ورځ باندې سېل ته راغلی يم، دا ډېر ښه ځای دی او سړی پکې ډېر ارام محسوسه وي، هغه ډېرې د خوښۍ خبرې وکړې او بيا يې دا هم وويل چې دولت دې په کابل کې د ولس لپاره د سېل ښايسته ښايسته ځايونه جوړ کړي او باغ وحش ته دې هم پاملرنه وکړي.

له يو بل ملګري چې رضا نومېده نه مې پوښتنه وکړه چې دلته څرنګ محسوسی، نو هغه راته وويل چې دلته ډېر ښه محسوسوم او د رخصتي ورځ ده، زه له خپلو ملګرو سره دلته سېل ته راغلی يم، ما ورته وويل چې په کابل کې خو نور باغونه هم شته لکه باغر بابر، باغ بالا، نو هغه راته وويل چې دلته ژوی (ځناور) هم شته او د دې په ليدلو باندې مې زړه خوشحاليږي، بيا ترې ما پوښتنه وکړه چې دولت ته پکار دي چې هغه د سېل لپاره نور ځآيونه جوړ کړي او دا باغ وحش هم ډېر په بد حال کې دی، نو دولت دې په دې کې نور کار وکړي کو نه، ستاسو څه رايه ده.‎، هغه وخندل، وويل چې دا د پوښتنې خبره خو نده، دولت بايد باغ وحش ته ډېره پاملرنه وکړي، او نور ډېر ژوی (ځناور) ورته راولي، ډېر يې ښايسته کړي او په کابل کې نور هم ډېر ښايسته ځآيونه د سېل لپاره جوړ کړي چې ولس ورته ځي او خپله ستړيا پکې اوباسي، له هغه سره مې په مخه ښه وکړ او له پارک څخه راووتم.

اولس له دولت څخه غوښتنه کوي چې د هغوې لپاره ښه ښه باغونه جوړ کړي، ځکه چې په کابل کې د سېل ځايونه ډېر لږ دي، او خلک وايي چې دا ځايونه ډير شي، ځکه چې خلک له کارونو څخه ستړي شي نو بيا خپله ستړيا په دې باغونو کې ختمه کړي، او د خپلو کورونو سره سېل ته هم لاړ شي، چې د ژوند دا څو ورځې شپې ورباندې ښې تيرې شي، او خاص کر باغ وحش ته دې دولت ډېره پاملرنه وکړي، بايد هغې ته له نورو ملکونو څخه ښه ښه او ښايسته ښايسته ژوی راوړي، او د باغ وحش ښکلا ورباندې زياته کړي.