زما په زړه کې هم دغه يو ارمان و، ما له خدای څخه هم دا غوښتل، ما څه غوښتل، ما خپل جانان غوښتو، ما خپل ځان غوښتو، ما د خپل ځان لپاره يوه ناوې غوښته، دا زما په ژوند کې ډېر غټ ارمان و.

ما د خپل ارمان پوره کولو لپاره د خپلې مور سره ډېر جنګونه وکړل، له خپلو وروڼو سره مې جنګونه وکړل او هن تر دې پورې چې ما خپل پلار ته هم اويل چې ما له واده وکړه، خو په قسمت کې به مې واده نه و، نو تر ډېره وخته پورې زه د واده په ارمان ناست وم.

او بيا هاغه ورځ هم راغله چې زما واده و، زما واده په ډېر درز دروز کې وشو، ناوې مو راوړله، ناری مو ورکړو، نکاح مو وتړله او واده مو ښه په خوند باندې تېر شو، ټول خلک خوشحاله و، او زه دومره خوشحاله وم چې په ځان باندې نه پوهيدم، دومره خوشحاله وم چې د خوشحالۍ له لاسه مې خپل توان ورکړی و.

واده خلاص شو، مېلمانه ورو په ورو رخصتېدل، د خوا و شاه خلک او د ليرې خپلوان خو په اولنۍ ورځ باندې لاړ، او نور خپلوان يوه ورځ بعد لاړ، ټول خلک خواره شول، واده خلاص شو.

زه چې د خپلې ناوې کوټې ته لاړم له سلام دعا نه پس مو سره د خپل زړه رازونه يو کړل، څه د شپې دوولس دوولس نيمې بجې مو د واده شپه جوړه کړه، له دې دنيا نه ليرې بلې دنيا ته لاړو، د خاپېرو دنيا ته.

ورځې په ډيرې خوشحالۍ سره تېرېدې، زه ډېر خوشحاله وم، د ژوند په خوند باندې هيله اوس پوهه شوی وم، زما د واده به يوه مياشت شوې وه، چې ښځې مې راسره جنګونه شروع کړل، هره ورځ او هره شپه به زمونږ جنګونه و، زه يې له ژوند څخه تنګ کړم، ډېر مې له خپل ژوند نه زړه تور شو، خو بس اوس په غم کې اخته شوی وم، او له دې غمه مې ځان نشو خلاصولای، او بيا هغه ورځ هم راغله چې زما جانان زما سره هاغه کار وکړو چې ما يې د کولو تصور هم نشو کولی، ما چرې چورت هم نه و وهلی چې داسې به اوشي، زما ځان، زما ځېګر، زما د ژوند ارمان، زما مينې، زما جانان زما په مخ باندې توکاڼې وتوکلې، په ما باندې يې توکاڼې راوتوکلې او زما زړه يې له خپله ځانه تور کړو، زما زړه يې رامات کړو، خپل اصلي رنګ يې راته وښود.

له هغې ورځې نه پس مونږ له يو بل سره ژوند کوو، خو صرف د خپلو کورونو د عزت لپاره، نور زمونږ پر مېانځ کې هيڅ هم نه دي پاتې، او اوس زه خپل ژوند په دوزخ کې تېروم، زه اوس له خپل ژوند څخه بېزار يم بس د خدای نه د مرګ سوال کوم، او د مرګ په تمه باندې ناست يم.

دا ورځ به زما کله هم هېره نشي، چې زما ځان، زما ژوند، زما ارمان، هاغه څوک چې ما د هغې لپاره د خپلې مور او خپلو وروڼو سره جنګونه کول، هاغې چا چې ما ورته خپل ټول ژوند بخښلی و، هاغې چا چې ما خپل ځان ګڼه، هاغې چا چې زما جانان و، زما پر مخ توکاڼې وتوکلې، په ما يې توکاڼې راوتوکلې.

 د جوزا ۱۲مه، ۱۳۸۹لمريز