غزل

ــــــــ

کومه زه له یو سهار تر بل سهار انتظار

عمر مې تېر شو د یو چا په انتظار ،انتظار

ستا د دیدن نوبت به کله رارسیږي ماته !

په دغه برخه کې وي برخه زما خوار،انتظـــار !

زړه لاس دې راکه ! راولاړشه ! بس راځه چې درومو

چې نه راځي نو د جانان نه دی په کار ،انتظار

کلونه مخکې چې تا چېري ؤ کتلي راته

زه لېونی کوم تراوسه په دې لار ،انتظار

(ما اورېدلي ؤ چې تللی یار پخپله راځي)*

له هغې پس، دا دې تراوسه کړم د یار،انتظار

نن مې چې غېږه ترې غوښتله ،راته ویې ویل

بس ته بې غمه شه او کړه دې د خپل وار ،انتظار

 

ـــــــــ

انعام الله ګوهر