غزل
د چا د یاد له وجې نه لرم خبر له ځانه
زه نا خبر له ځانه، ګرځم مرور له ځانه
د خیال کوڅو کې سرګردانه ګرځېدم درپسې
پرون په تاپسې راوتی وم بهر له ځانه
نور د دنیا کاروبار پاتې دی له ما ملګرو
اوس مې جوړ کړی د غمونو سوداګر له ځانه
دا به زما خپله کمي وي چې د ځان مې نه کړې
په دې خبره مې نفرت کیږی اکثر له ځانه
هغه تر اوسه لا سرلوړي او ژوندي پاتې دي
چې څوک په مینه کې تېر شوي له خپل سر ،له ځانه
ګوهر راوباسه د باندې له صدفه د زړه
ګوهره جوړ کړه د ګوهرو سمندر له ځانه
انعام الله ګوهر
22.12.2012
- انعام الله ګوهر
تېره ورځ ډېري اوازې وې چې سبا قیامت دی،موږ یقین لرو چې هغه څه چې نبی علیه السلام ورته اشاره کړې چې د قیامت نه وړاندې به کیږي،ونه شي نو بې غمه یو چې قیامت ته وخت شته لا.....بس په دې خوشالۍ کې مو یو غزل ولیکه. ......... غزل دا چې په هر کور کې ژړا ده ،په هر چا قیامت دی قیامت نور څنګه وي سړیه ! خو همدا قیامت دی غاړه دې بنده که به ټینګه غېږه نه راکوې هسې هم ډېري اوازې دي چې سبا قیامت دی...
12.01.2013
- انعام الله ګوهر
غزل
ــــــــ
کومه زه له یو سهار تر بل سهار انتظار
عمر مې تېر شو د یو چا په انتظار ،انتظار...