د باندې روغ د ننه ټول زخمي زخمي یو،شــــــاید
لوبه دمرګ خو مونږ تر اوسه لا ژوندي یو ،شاید
په مسلسل خزان کې هم خازه خازه نه یو مونږ
تازه،تازه په انتظار کې د سپرلي یو ،شاید
خیرات په وخت د مازیګر،یا د ماښام په اذان
عبث په در ورته ولاړ سهار وختي یو ،شاید
دلته خلاص کړی هر یوه،د خپلي خوښي کتاب
په هیځ هم نه سره پوهېږو،لېوني یو شاید
هر څه ګمان دي خو ګمان هم د یقین تر حده
یو ،د فنا په دې منظر کې واقعي یو ،شاید
الف بیا میم،باقي عدیم،پس له تفریق او تقسیم
هر یو،یُو حرف خو له مانا صفا خالي یو ،شاید
ګوهره ! زه او دا زما بې سرمايې ملګري
که عزتمن یو د غزل په زرګري یو،شاید
ارواښاد سعــــــــــید ګوهر