وایه جانانه مرور خو نه یې!

د ډاکتر ذبیح الله حسن شاعرې

ډاکتر ځلاند

د شعر تعریف په نړۍ کې د شاعرانو د شمیر تر حده رسیږي، کله چې شعر له خپل هندسې چوکاټ په مراعاتولو سره په زړونو اغېز ښندي، د لوستونکي او اورېدونکي په ذهن کې تصویرونه رامنځته کوي، د هغه احساسات را پاروي او په زړه يې کېني، نو بیا داسې شاعري د شاعر د پيژندګلوي سبب ګرځې.

 ښه شاعرې له الهام سره سره شعري ریاضت او نوښتونو سره تړلى وي، ښه شعر تکراري خبرې نه کوي، وچ تقلید نه وړاندي کوي، نوې استعارې، تشبیهات، کنایي، رمزونه او نوي موضوعات لوستونکیو ته له ډیرې ځانګړي زاويې وړاندي کوي، له ښه بخته  ډاکټر صیب حسن هم يو له داسې شاعرانو څخه دى چې خداى پاك ورباندې دا كمال په ډېر ښكلي انداز لورولى دى.

ډاکټر صیب حسن شعر لیکي، خو ښکلي يې لیکي، د شعر ټولو ځانګړنو ته پوره پام كوي او پوره هڅه كوي چې دغه خداى وركړى كمال په ښه هنري انداز په داسې ډول ارايه كړي چې د ژوند ټولې مشاهدې او تجربې چې د يو چا د هوسا كولو لپاره وي، په شاعرانه ډول وړاندې كړي ، هغه يواځې خپل غم نه ژړوي، بلكې:

تش زما د چاک ګرېوان کیسې خو نه وې

ما په شعر کې د دنیا زګیروي خوندي کړل

ریښتیا هم  د شعر پالنه هغه د زړه د غمونو د پالنې په مانا ده ، شاعر چې کله خپل غم، د جانان غم، د وطن غم او د نوروو غم په ځان کې ونغاړي ، نو بیا یې اسویلي د شعر د اهنګینو کلماتو په جامه کې را برسیره شي، ډاکتر صیب حسن په دې برخه کې ډیر بریالی دی، د مینې غم، د جانان غم، د وطن غم ، د ټولنې غم او دارنګه د ژوند او مرګ غم یې په ډیره هنریزه توګه د غزل په نازک فورم کې ځای کړي:

نن افغان د نوي وخت بهیر ورک کړي

اسیا ځکه د غورځنګ امیر ورک کړي

++

 

څومره واړه وي د خانانو زړونه

وي خزانې د غریبانو زړونه

++

ما ستا په خاطر شفاخانه ویل روغتون ته تل

اوس خو نو اشنا بیمارستان را باندي مه وایه

یا داچې:

څه که اوښکې او لفظونه را ښوېیږي مې له زړه نه

نه مې څوک په ژبه پوه شو نه مې شته اثر د اوښکو

ډاکټر صیب حسن په خپل نوي چاپ شوي کتاب ( شنې زرغونې په اوښکې کې) څلوریزي، نظمونه او غزلي ځاي کړي، تر ټولو غوښنه برخه د کتاب له غزلو جوړه ده ، د غزل نازکې او اختصار ته په پام ، ډاکتر صیب د غزل په فورم کې ډیرې نوې نوې خبرې ځاي کړي، نوي تشبیهات، نوې استعارې او نوې انځور ګرې د خیال او فکر په ګاڼه یې وړاندي کړي، د همدې ځانګړنو له مځې، دا ویلي شوو چې ډاکتر صیب یو تکړه او بریالی غزلبول شاعر دی:

سترګې دې نه لګوي چک په زړه مې

وایه جانانه مرور خو نه یې

وې چې (حسنه) څنګه مخ در لوځ کړم؟

څه د بنګړیو سوداګر خو نه یې

یا بل ځاي وايې:

ډیر مې مه رټه اخیر به دې جانانه

په لېمو کې د نظر غوندې در پریوځم

دارنګه:

یو لا په بریت بل لاس وهي په ږیره

مونږ یې په کفر او اسلام وخوړو

په کورني جنګ يې کړو وږي لومړی

په څو دانو یې بیا په دام وخوړو

بل ځای:

هستوګن د ګل خانې به څنګه خوب کا

چې په څنګ کې یې قفس د بګرام پروت وي

يا

سترګې په سترګو لګوي چکونه

شونډې به څنګه انتظار پاتې شي

نورو ټیکه د جنت واخیستله

حسن به هسې ګنهګار پاتې شي

د غوره انځور ګرۍ او نازکخیالۍ دا بیلګه :

ما د سترګو په سلام غېږې ته یوسه

غلی غلی مې د جام غېږې ته یوسه

غم د هجر مې بدن کړو اوښکه اوښکه

درنه څاڅم ما په پام غیږې ته یوسه

ترپایه !

د حسن صیب شعرې ټولګه ( شنې رزغونې په اوښکو کې ) د هنرې انځورګري، مانیز نوښت او شرنګیدلو اهنګو لرونکو غزلونو ټولګه ده، هر غزل یې له بل سره د همدې شعرې ظرافتونو په وړاندې کولو کې توپیر لري، ځکه خو یې هر شعر ځانګړي یوه اهنګیزه دنیا په ځان کې نغښتي او خپل خوند لري:

زخمونومې دزړه دښتې سپړلې چې ته تلې

د دردپکې بړبوکې چورلېدلې چې ته تلې

خبرې مې له شونډوترهېدلې چې ته تلې

سلګۍمې بس په اوښکولمبېدلې چې ته تلې

 

بل ځای:

مېلمانه یې زعفراني خالونه بیا دي

زېړ لباس د مازدیګر ګودر اغوستي

تل مرثیې د ځوانیمرګو هیلو وایم

هسې شعر مې سندریز هنر اغوستي

تر ډیره بریده د شعر لوستونکي ته په شعر کې نوښت او نویوالي خوندور او په زړه پوري بلل کیږي، خو ددې تر څنګ پخوانيو انځورنو، تشبیهاتو، استعارو او کنایو ته د وړاندي کولو نوي لار غوره کول هم هنریت او استعداد غواړي، چې دا استعداد حسن صیب په ډیرو شعرونو کې ځاي کړي لکه :

د کعبې په طواف بوخت هره ګړۍ وي

په سینه یې چې د مینې احرام پروت وي

یا دا چې:

 

اوښکې مه څڅوه یاره اوس به وچوي

ګوره زړه مې حبابې ټټر اغوستي

 

ددې تر څنګ چې پورته نویوالي په شعر کې لري، حسن صیب  ډیر نوي الفاظ او نوي کلمات په شعر کې ځاي کړي، کوم چې د شاعر ادبي رسالت او دنده ګڼل کيږي ، هغه ځای، ځاي د خپلې سیمې کلیمې لکه درڅې ( کړکې)، ویړه (خوره یا خورول )، خځله او خاشې ، څنګځنه، غدۍ (فرش) ، پوټی ، او داسې ډیرې نورې کلیمې یې پخپلو غزلونو او شعرونو کې هم شاعرانه کړي او یې له ورکیدو ژغورلي:

لار مې د جومات او مېخانې ترمنځ پوټی کړله

ستا په محبت کې مې مستي لار ورکه کړې ده

یا لکه:

مرګ مې که ستا په مخ تړلې وې درڅې د سترګو

خلاصي د زړه مې دروازې وې خو تا ونه لیدې

 

د ټولنې بدمرغي، د افغان ملت ستونزي، د افغان قوم بدبختې ، داسې تاثرات دي چې حسن صیب یې له اغیز لري ندي پاتي شوي، هغه په ډیره نازکخیالي سره دا ټولې سوژې په ډیر هنریت سره د شعر په ګاڼه پسوللي دي، هغه د یو بااحساسه افغان په توګه د خپل هیواد غمیزه محسوسه کړي، او هغه یې شاعرانه کړي، ترڅو د شعر د اغیزمنې وینا له لارې وکولایشي د خپلې ټولنې په بدلون او سموونه کې برخه واخلي، لکه چې وایې :

بس پښتانه یو دا زمونږه مجبوري وګڼي

غټان تر پښو لاندې کوو، واړه په سر ګرځوو

یا دا چې:

 

تا چې نن دوه ډوله ډوډۍ وخوړه

نن به یو څوک ځکه نهر پاتې وي

 

له شعر سره د مینې ښاپیرۍ داسې نغښتي لکه د ماشومانو له ښکلو کېسو سره چې د قاف ښاپیرۍ او د ترابان دیو لازما راځي ، مینه ده چې د شعر ژبه پسته کوي، غزلیزه کوي، خوندروي يې، په ژبه کې کیف پیدا کوي، ژبه هنریت او جذابیت پیدا کوي، په حسن صیب الله همداسي مینه پیرزو کړي او د نړۍ ژوند ته د همدې مینې له دربچې ګوري او خوند ترې اخلي:

څه لمبه دیدن دی څومره اور دی ستا په سترګو کې

څومره چې چوپتیا ده هومره شور دی ستا په سترګو کې

شونډو کې مې راوړې د مچکو زولنې ورته

پاتې لیونتوب څومره لا نور دی ستا په سترګو کې

 

د نورو لا زیاتو خوندور شعرونو، او غزلونو لوستنې ته مو، د ډاکتر ذبیح الله حسن د نوی چاپ شوي کتاب ( شنې زرغونې په اوښکو کې ) لوستلو ته رابلم. ډاکتر صیب حسن ته اوږد ژوند او د لا زیاتو پنځونو او ښکلو شعرونو د لیکلو په هیله.

 

درنښت

ډاکتر ځلاند

تله، دویم، ۱۳۹۱