زما په زړه کې له مودو نه د یو چا تصویر دی

ماته خو ښکاري چې جانانه دغه ستا تصویر دی

د یوې جینۍ په المارۍ کې تر بنګړیو لاندې

په سره رومال کې څو خطونه او زما تصویر دی

زما له اوښکو په دې ډکو ډکو سترګو کې پروت

د چا د سرو شونډو د مینې د (مسکا) تصویر دی

د مخ له جیبه یې راوباسم او ښکل یې کړمه

اخ شکر خدایه رالیږلی مې اشنا تصویر دی

دا په قبرونو چې دا شنې ،سپینې جنډې رپیږي

دا د دې ژوند کیسه او دا ددې دنیا تصویر دی

هغه سړي چا چې زما زړګی ټوټې ټوټې کړ

ساتلی اوس هم ما د هغه بې وفا تصویر دی

انعام الله ګوهر

انعام