دا دې یو کال تېر شو/ادبي ټوټه

 

دا دنیا څومره بې وفا ده.دا دې د هغه کس نه پرته یو کال تېر شو. هغه کس چې زما سره وه نو ما داسي فکر کاوه چې دا ټوله دنیا زما ده.هغې چې به کله ماته وړې او خوږې لکه نغمې داسې خبرې کولې نو ما به ځان په یوه ځانته دنیا کې احساساوه او ځان به راته د ټولو خلکو نه خوشاله ښکاریده.ما هیڅکله هم دا فکر نه کاوه چې هغه به ما د مینې په لار کې داسي یوازي پریږدي.رښتیا وایم زه به کله کله په دې چورت کې شوم چې زه به څنګه له دې کس نه پرته دا خپل ژوند تېروم،زه د خپل ژوند تیرولو ته خفه وم.خو

خو دا دې د هغې نه پرته په ما یو کال تېر شو.څنګه تېر شو ؟ ښه تېر شو او که بد تېر شو ،دا تپوسونه رانه مه کوئ خو بس تېر خو شو کنه. هغه چې تله نو ما ورته ډيرې زارۍ وکړې او اوښکې مې ورته توی کړې خو زما د اوښکو او ژړاګانو هیڅ پروا ونه کړه. خدای خبر ولې د هغې د موم په شان زړه لکه د غره د تور کاڼې داسې کلک شو.

هغه به چېرې وې؟ څنګه به وې؟ خوشاله به وې که خفه ؟ زه به ورته یادیږم کنه ؟

دا سوچونه ما هیڅ خوب ته نه پریږدې او داسې مو سوځي لکه ژوندی مرغه چې په سره انګار کې کیږدې.

دا لیکنه به هغه ولولې او که نه ؟ که یې ولولي نو خفه به شې؟اوښکې به توی کړي؟

هو خفه به شې او لکه څنګه چې د هغې عادت دی خپله نرۍ شونډه به په غاښو ټینګه کړې.

خو څه به وشې.لږ ساعت به خفه شي او بیا به خپل عادي ژوند ته ورستنه شي.

نه،نه چې لږ ساعت مې یاد کړې دا هم ډیره ده.

خو زه باورې یم چې هغه به یو ځل بیا ماته پښیمانه راځي او دا خبره ما هغه وخت هم ورته کړې چې دا تله .

هغه به راځي ځکه چې زه له هغې سره مینه لرم،پاکه مینه.

 

انعام الله ګوهر،کابل

۳/۱/۲۰۱۲