یار مې ښکلې په زړه پورې ،راته ګوري
زړه مې ریږدې،زړه مې ښوري،راته ګوري
یو څو ښکلې مې د زړه اسمان کې مېشت دې
بس له ورایه لکه ستوري ،راته ګوري
زه خو دا له خدایه غواړم چې جانان مې
راته ګوري،راته ګوري،راته ګوري
چې جانان مې راکتل نه،ها وخت تېر شو
اوس خبري کوي نوري،راته ګوري
زه دولت ځکه نه غواړمه چې بیا به
ډیر مایوسه، ډیر کمزوري،راته ګوري
وې ځه بل وخت به خوله درکړمه ګوهره
اوس ډیر خلک له هر لوري راته ګوري
انعام الله ګوهر
01.01.2012
- انعام الله ګوهر
تا په خدای باندې سپارمه،درنه ځمه بس یو وار دې ښکلومه،درنه ځمه د ژوندون او د ځواني غوندې به ځغلم نور صنمه،تا پریږدمه،درنه ځمه که هر څومره منتونه راته وکړې درنه ځمه،درنه ځمه،درنه ځمه دا په ما باندې دې کومه بلا کړې ټوله ورځ درته راځمه،درنه ځمه په والله چې زړه مې چوي،زړه مې چوي ستا له غمه،له ستمه،درنه ځمه ته به راشې مابه بیرته درپخلا کړې په دې هیله په دې تمه،درنه ځمه چې ته نه یې نو په دې دنیا...
03.01.2012
- انعام الله ګوهر
دا دې یو کال تېر شو/ادبي ټوټه
دا دنیا څومره بې وفا ده.دا دې د هغه کس نه پرته یو کال تېر شو. هغه کس چې زما سره وه نو ما داسي فکر کاوه چې دا ټوله دنیا زما ده.هغې چې به کله ماته وړې او خ...