د دغه بـــــــــــــــــــاغ  او د بلبل مزه اوس نـــــــه ده پاتې
پـــــــــــــــــاڼي یې زهر شوې د ګل مزه اوس نه ده پاتې

دســتا په سترګو کي د میني اظهار نه ښکاري اوس
ستــــــــــــــــا د خواره واره  اوربل مزه اوس نه ده پاتې

پښـتانه اوس دلته په  ژوند باندې ستومانه دي ټول
د پېښور او د کــــــــــــــــــــــــــابل مزه اوس نــه ده پاتې

یــــــــــــاره چې ستـا خوږو یادونو په کي ژوند تېراوه
ددې زړګي  ددې ګوګل مزه اوس نــــــه ده پــــــــــــاتې

چي یار دي لاړه بې وفــــــــا شه،د بل چــــــــــا شه درنه
ګوهر ه ستـــــــــــــا هم د غزل مزه اوس نه ده پــــــــــــــاتې